Uncategorized

ملګري ملتونه: د طالبانو زیاتو تګلارو د بشري مرستو رسول اغېزمن کړي

د ملګرو ملتونو اداره اوچا وايي چې د طالبانو زیاتو تګلارو په افغانستان کې د بشري مرستو رسول اغېزمن کړي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په خپل تازه راپور کې ويلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې ۳۹۲ داسې تګلارې پلې کړې چې بشري مرستې او فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.

د دغه بنسټ په وروستي راپور کې راغلي، د دغو تګلارو څخه تر ۷۰ زیات یې داسې دي چې د بشري مرستو په رسولو کې یې د مېرمنو برخې اخیستنه زیانمنه کړې ده.

د افغان مېرمنو پرضد تګلارې

د اوچا په راپور کې راغلي، چې طالبانو یوازې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۱۰۰ داسې تګلارې تصویب کړې چې له ډلې یې شپږ تګلارې یوازې د مېرمنو د کار کولو په اړه دي.

اوچا وايي، په دغو تګلارو کې د حجاب مراعتول، له محرم پرته کار ځای ته تګ راتګ، په ساحه کې د مېرمنو پر کار د بندیز لګول او په دولتي ادارو کې د هغوی د معاشونو کمېدل شامل دي.

اوچا: افغانانو ته غوښتل شوي بشري مرستې یوازې شپږسلنه راټولې شوي

دغه بنسټ دا رنګه ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف قانون پر مېرمنو لګېدلي بندیزونه لا پیاوړي کړي چې په دې کار سره د بشري مرستو د رسولو بهیر ټکنی شوی دی.

نور ولولئ: په افغانستان کې بې وزلي؛ اوچا وايي، ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

نور ولولئ: اوچا: د سیلاب ځپلو د وضعیت د ارزولو لپاره ۱۴ ګډ ټیمونه رامنځته شوي

د اوچا د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، چې دمګړۍ د بودجې د کموالي له امله په افغانستان کې ۳.۷ مېلیونه خلک له لومړنیو خدمتونو بې برخې شوي چې په دوی کې د روغتیايي خدمتونو څخه نیولې بیا د نورو ټولنیزو خدمتونو په برخو کې خلک له دایمي ملاتړه بې برخې شوي دي.

له بشري مرستو د خلکو بې برخې کېدل

د اوچا په خبره، له مالي ملاتړ پرته د افغانستان په ډېرو لرو پرتو ولسوالیو او کلیو بانډو کې به اړمن خلک له بشري مرستو بې برخې پاتې شي.

اوچا په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د اړمنو خلکو شمېر ۲۳.۷ مېلیونه یاد کړی او ویلي یې دي، چې له دې ډلې ۱۷ مېلیونه یې داسې دي چې د مرستو رسولو په برخه کې لومړیتوب لري.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، د دغو کسانو د لاسنیوي لپاره یې د ۳.۰۶ میلیارډ ‌الرو بودجې غوښتنه کړې وه چې دا مهال یوازې دوی ۳۱.۴ سلنه یې تر لاسه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغان ښځو د کار کولو او زده کړو بندیز هم لګولی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button