Uncategorized

ملګري ملتونه: د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند نسل وژنه ده

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه د نسل وژنې په مانا دي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په طبي برخو کې د نجونو پر زده کړو بندیزونه د غیر ضروري پرېشانۍ، ناروغۍ او د احتمالي مرګ لامل کېږي. د دوی په خبره: «دغه بندیزونه د ښځو د نسل وژنې په مانا دي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهان دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د ښځو او نجونو پروړاندې د طبي مرکزونو دروازې وتړلې.

د طالبانو دغه پرېکړه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د ښځو د روغتیا لپاره خطرناک اقدام

د بشري حقونو یو شمېر نورو سازمانونو هم د طالبانو دغه اقدام د ښځو د روغتیا لپاره خطرناک بللی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکوونکو او همداراز کارپوهانو له دې اقدام څخه د اندېښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکړی، چې د دې پرېکړې په اجرا کېدو سره به د افغانستان ښځو ته نه جبرانیدونکې ضربه ورسیږي.

نور ولولئ: د کاناډا لومړی وزیر: پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه له وحشته ډک دي

نور ولولئ: شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغان مېرمنو مسئله نړیوال ناورین دی

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټينګار کوي، چې دغه ممنوعیت به د افغان ښځو، ماشومانو او راتلونکو نسلونو د احتمالي مرګ، ناروغیو، او د پرېشانۍ لامل شي.

دوی د طالبانو وروستی اقدام د ښځو پر حقونو مستقیم برید بولي او وایي: «که دغه بندیز پلي شي دا به د افغان ښځو او نجونو سلامت، کرامت او راتلونکي ته د نه جبران وړ ضربه ورسوي.»

د ښځو لومړني حقونه تلف کول

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دغې ډلې په سیستماتیک ډول د ښځو د زده کړو او کار په ګډون د هغوی لسګونه لومړني حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

کارپوهانو ټينګار کړی: «په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو روغتیا په بحراني وضعیت کې ده او د میندو او نویو زېږیدونکو ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه ده، د دې بندیز پلي کېدل به دغه ناورین نور هم ورپسې زیات کړي او اوږدمهاله اغېزې به ولري.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي، چې دغه پرېکړه ژر تر ژره لغوه کړي.

دوی وایي: «نړۍ باید له افغان ښځو او نجونو سره متحد شي، ترڅو د دوی اساسي حقونه وساتل شي او طالبانو د خپلو کړنو له امله ځواب ویلو ته اړ شي.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button