افغانستان

ملګري ملتونه: هرو درو افغان ماشومانو کې یو له زده کړو محروم دی

اړوند خبرونه:

سیګار وايي، طالبان د موسساتو‌ ادارو په چارو کې مداخله کوي

سیګار وايي، طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو کې مداخله کوي

د ملګروملتو د ماشومانود ملاتړ اداره (یونیسف) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له هرو درو ماشومانو یو ښوونځي ته نه ځي، او د هغو په منځ کې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې یونیسف د نړیوال بانک له اسیايي څانګې سره په ګډه، د تنکیو نجونو لپاره د زده‌کړې ټولګي پیل کړي دي. دا هڅې د یونیسف د هغو پروګرامونو برخه ده چې موخه یې په افغانستان کې تر سختو شرایطو لاندې د نجونو د زده‌کړې د دوام تضمین دی.

یونیسف ټینګار کړی چې هغو نجونو ته، چې له رسمي ښوونځیو څخه پاتې شوې دي، د “چټکو زده‌کړو مرکزونو” له لارې د زده‌کړې فرصتونه برابر کړي، څو زده‌کړې ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې «روزوا اوتونبایوا» سږ کال د وري / حمل په میاشت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د روان بندیز له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه. هغې خبرداری ورکړی و چې د دغه بندیز دوام به د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، بشري مرستې، او اقتصادي بحرانونه لا پېچلي کړي.

هغې دا هم ویلي و چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د افغانستان د نړیوالې انزوا یو له اصلي عواملو څخه دی.

اوتونبایوا ټینګار کړی و چې دا محدودیت لا هم د دې سبب شوی چې افغانستان له نړیوالې ټولنې ګوښه پاتې شي، او دې حالت د هېواد د بېا رغولو بهیر هم ورو کړی دی.

دا هم ولولئ:  د پاکستاني پوځ پر اډې ځانمرګي بریدګره ماهل بلوڅ څوک وه؟

خو طالبان بې له دې چې د نجونو پر زده کړو بندیز ته کومه توجیه وړاندې کړي، د افغانانو او نړیوالو غوښتنې ته له مثبت ځواب ویلو ډډه کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button