سفر خبرونه

ملګري ملتونه وايي تر يو ميليون ډېر بې‌ځايه شوي افغانان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي

که څه هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي چې د ځینو پرمختګونو له کبله، خپلو اصلي مېنو ته د بې‌ځایه شویو ستنېدل چټک شوي، خو ځینې بې‌ځایه شوي کسان وايي چې د بې‌وسۍ له کبله خپلو کورونو ته نه ‌شي ستنېدای

۵۵ کلن عبدالسلام چې له بادغیس څخه هرات ته بې‌ځایه شوی، وايي یا دې په هرات کې ورسره مرسته وشي، یا دې د دوی اصلي مېنو ته د ستنېدو لپاره همکاري ورسره وشي.

نور ولولئ: څېړنه: زياتره آلمانان غواړي چې هېواد یې لږ کډوال ومني

نوموړی وايي: “که مرستې نه کېږي، دغه کډوال بې‌ځایه شوي کسان دې د دوی اصلي مېنو ته ستانه کړي. هغه بې‌ځایه شوي کسان چې د هرات په شاوخوا ولسوالیو کې دېره دي، دا هیله لري چې یا دې ورسره مرسته وشي، یا دې هم د دوی اصلي ځایونو ته ستانه کړای شي. دوی په ډېره پرېشانۍ او بد وضعیت کې شپې سبا کوي.”

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي چې په وروستیو کې تر یو ميلیون ډېر بې‌ځایه شوي خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي

په افغانستان کې د دې سازمان د ارتباطاتو لویې مدیرې کارولاین ګلوک ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه شمېر بې‌ځایه شويو د ځینو سهولتونو برابرېدو له کبله خپلو سیمو ته د ستنېدو پرېکړه کړې.

نور ولولئ: بریتانیا په هوټلونو کې میشت کډوال پخوانیو پوځي مرکزونو ته لیږدوي

نوموړې ويلي: “د شخړو او ناامنۍ له کبله د داخلي بې‌ځایه شویو په شمېر کې یوه بهتري راغلې. دغه شمېر په ډراماتیک ډول کم شوی دی. نږدې یو ميلیون او ۳۵ سوه زره داخلي بې‌ځایه شوي کسان توانېدلي خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي. دوی هڅه کوي چې خپل کورونه بېرته ورغوي او خپل ژوند تنظیم کړي. یو علت یې تر ډېره د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې وروسته د امنیت ښه کېدل دي.”

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د مالوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې د داخلي بې‌ځایه شویو شمېر درېیو ميلیونو او دوه سوه زره کسانو ته رسېږي

په افغانستان کې د یو این ایچ سي آر د ارتباطاتو لویې مدیرې کارولاین ګلوک وايي، دوی د دغو بې‌ځایه شویو لپاره خاص پروګرام لري.

نور ولولئ: په دوو ورځو کې نږدې پنځه زره تنه افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي

د یو این ایچ سي آر په وینا، د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو افغانانو شمېر اتو ميلیونو او دوو لکو ته رسېږي، خو له ۲۰۲۱م کال راهیسې یو ميلیون او شپږ لکه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button