نړیوال خبرونه

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې دې نجونو او هلکانو ته د ښه کيفيت زده کړو مساوي فرصت برابر شي

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې په افغانستان کې باید ښځو او نارینه وو ته د لوړ کیفیت زده کړو مساوي زمينه برابره شي

د ملګرو ملتونو چارپوهانو په دې اړه په ټینګار کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو غیرقانوني بندیز به د یوه نسل او همدارنګه د افغانستان پر راتلونکې منفي اغېزې ولري.

د دې کارپوهانو په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د افغانستان پر نیمايي وګړو د زده کړو دروازې تړل د ښځو او نجونو د انساني حقونو تر پښو لاندې کول دي او دا چې ګوندې طالبان د خپل دغه کار لپاره هيڅ ډول دیني او کلتوري توجیه نه لري.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره باید په ټول هېواد کې نجونو او ښځو ته د زده کړو فرصت برابر شي.

دوی زیاته کړې داسې ښکاري چې په افغانستان کې نجونې پرله پسې د دویم کال لپاره له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه منع شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو له دغه بندیز سره افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې زده کړو ته نه پرېښودل کېږي.

د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال معمولآ د وري یا کب پر ۳ مه پیلیږي خو داسې نښې نه ښکاري چې د طالبانو حکومت دې د نجونو تړلي ښوونځي پرانیزي.

طالبانو دغه ستونزه لنډ مهاله بللې او په وينا يې په يوې طرحې کار کوي

طالبان که څه هم ټینګار کوي چې د نجونو پر زده کړو بندیز لنډمهالی دی او دا چې دوی د یوه ترتیب پر جوړولو بوخت دي.

خو نږدې ۵۵۰ ورځې کېږي چې د نجونو ښوونځیو پرانیستو لپاره کوم پام وړ ګام نه دی اخیستل شوی

د ملګرو ملتونو کارپوهان ټینګار کوي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو او همدارنګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کنواسیونونه لاسلیک کړي او ژمنه یې کړې چې له تبعیض پرته د جنسیت پر بنسټ د زده کړو حق رعایت کړي.

د دغو کاروپوهانو په اعلامیه کې همداراز راغلي، طالبانو له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۱ کال پورې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د نجونو پر زده کړو بندیز لنډ مهالی بللی و نو له همدې داسې ښکاري چې دوی نجونو ته د زده کړو حق ور کولو اراده نه لري.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې د طالبانو د دغه اقدام منفي پایلې پراخې دي چې له امله یې په کم عمرۍ کې د نجونو ودولو او په کوچني عمر کې د کار کولو پېښې ډېرې شوې دي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: د نجونو او ښځو محرومیت د افغانستان د ودې مخه نیسي

دوی همدارنګه ویلي چې د هلکانو په منځنیو ښوونځیو کې هم مسلکي ښوونکي په دیني ښوونکو بدل شوي او درسي نصاب یې هم بدلون کړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستو په برخه کې د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړي.

د یادونې ده چې افغانستان کې د تېر جمهوريت دوو مخکنیو ولسمشرانو محمد اشرف غني‌ او حامد کرزي هم د نوي لمریز کال اړوند خپلو پیغامونو کې د دې ستونزې یادونه کړې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button