ملګري ملتونه : ۲۵ ملونه افغانان د بې وزلی ژوند تېروي
د بشردوستانه چارو د همغږۍ سازمان
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) تازه په يوه اعلاميه کې ويلي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ مېليونه وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي او ښايي سږ کال ۹۰۰ زره کسان خپل کاروبار له لاسه ورکړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ويلي، په اوس وخت کې د خلکو د اړتیاوو کچه په افغانستان کې د بشري فعالانو تر اټکل څو چنده ډېره ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی رامز الاکبرف وايي: «نن خفه کوونکی واقعيت دا دی چې په افغانستان کې د خلکو د اړتياوو کچه د بشري فعالانو تر اټکل څو چنده زیاته ده او دا چاره به پرته له اقتصادي رغونې او معیاري بانکي سېسټم لرلو، یو اوږدمهاله او با ثباته تعامل چې له سره پیل شي، تر سره نهشي
شبير احمد چې د تخار ولايت اوسېدونکی دی، د کابل ښار په يوه څنډه کې د خلکو څپلۍ او بوټان ګنډي، وايي، ورځني عايدات يې کم او د کور لګښت يې زيات دی چې ځينې ورځې ان د خپلې اته کسیزې کورنۍ لپاره د خوړلو لپاره هم څه نهشي برابرولای.
نور یی ولوله | ملا برادر: عام ولس دې د اقتصادي وضعیت سره د زغم نه کار واخلي
نور یی ولوله | د لوړو زدهکړو وزارت د تحصیلي نصاب بیاکتنې د امورو لپاره ریاست جوړ کړی
شبير احمد وايي: «پوروړی يم، بدمرغي ډېره ده. ټول خلک بېروزګاره او يوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حيران دي.
د کابل اوسېدونکی عظيمي وايي: «د خلکو اقتصاد خورا ډېر خراب دی. کاروبارونه نهدي پاتې. پخوا زه خپله دوکاندار وم، خو د خراب اقتصادي وضعيت له امله مې دوکان هم له لاسه ورکړ
د اقتصادي چارو کارپوه فهيم عباسي وايي:ستر اقتصادي بحران له ۲۰۱۹ کال څخه پیل شو چې تر اوسه په يوه اقتصادي بحران کې واقع يوو. له یوه طرفه بېروزګا ده، پس انداز شتون نهلري او له بل طرفه د پیسو ارزښت ټيټ دی او قیمتونه لوړ دي.د اقتصادي چارو کارپوه فرهاد مندوزی وايي:اړتيا ده چې حکومت پهدې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او بنسټيزې پروژې پر لاره واچوي، څو هېوادوالو ته کار پيدا شي