سات تيري

منظم پلی تګ ستاسو د نرۍ ملا د دردونو په مخنیوي مرسته کوي

تازه څېړنو په ډاګه کړې چې منظم پلی تګ د نرۍ ملا دردونه ښه کوي او مخنیوی یې کوي

کوم پلی تګ چې تاسو یې کوی، که منظم وي، نو ستاسو د ملا د درد په مخنیوي کې اغېزناک او مرسته درسره کوي، خو که دغه تګ منظم نه وي نو بیا کېدای شي چې ستاسو د ملا دردونو په زیاتېدو کې مضر تمام شي.

په یوه تازه څېړنه کې، چې په لانسیټ مجله کې خپره شوې، ښیي چې منظم پلی تګ د ملا درد په مخنیوي کې ژور اغیز لرلی شي.

afghan (6)
منظم پلی تګ ستاسو د نرۍ ملا د دردونو په مخنیوي مرسته کوي

خلک په دوی کې د ملا دردونه

د ملا درد په درسته نړۍ کې یوه ډېره عامه روغتیايي ستونزه ده چې ورڅخه ډېر زیات خلک شکایت لري.

څیړنو ښودلې چې په اوونۍ کې درې ځله پلی تګ کولی شي د ملا درد د تکرار خطر نژدې نیمایي ته راکم کړي.

afghan (7)
منظم پلی تګ ستاسو د نرۍ ملا د دردونو په مخنیوي مرسته کوي

نور ولولئ: هر ورځ څو زره قدمه د مړینې خطر کموي؟

نور ولولئ: هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي

نور ولولئ: باډي بیولډینګ یا وزن پورته کول ستاسو بدن ته څه ګټې لري؟

دا لومړی ځل دی چې د ملا پر درد د پلي تګ د اغېز په اړه پراخه اوړ دقیقه څېړنه کېږي په دې څېړنه کې څېړونکو ۷۰۱ تنه زاړه کسان، چې تازه یې د ملا درد ښه شوی و، وازمویل.

afghan (65)
منظم پلی تګ ستاسو د نرۍ ملا د دردونو په مخنیوي مرسته کوي

نیمایي برخه اخیستونکو د فزیوتراپیست په لارښوونه د پلی تګ په پروګرام او د روزنې په غونډو کې برخه واخیسته، خو نیمايي نورو ته هیڅ پروګرام جوړ نه شو او نه یې منظم پلی تګ وکړ.

پلی تګ ساده او د هر چا د وس کار

د ماکوري پوهنتون د فزیوتراپي پروفیسر او د مطالعې لوړپوړي لیکوال مارک هنکوک وویل: «دا مهمه ده چې پیل له لنډ مزله وکړئ او په تدریجي ډول فاصله او شدت زیات کړئ. پلی تګ یو ساده، هر چا ته ممکن او ارزانه تمرین دی چې کابو هرڅوک یې په هر ډول جغرافیایي موقعیت، عمر، یا ټولنیز اقتصادي وضعیت کې کولی شي.»

afghan (64)
منظم پلی تګ ستاسو د نرۍ ملا د دردونو په مخنیوي مرسته کوي

د څیړنو پایلو ښودلې، هغه خلک چې په اوونۍ کې له درې تر پنځه ځله پلی تګ کوي، یعني په متوسط ډول په اوونۍ کې۱۳۰ دقیقې پیاده ګرځي د هغو کسانو پرتله چې هیڅ ډول درملنه یا د پلي تګ پروګرام نه و ورکړل شوی، تقریبا دوه چنده یې درد ښه شوی و. همدارنګه، د دوی د ژوند کیفیت ښه شوی دی.

خو دغه پلی تګ ځینې لارې چارې او اصول لري، مثلاً: په تګ کې به خپل سر نه خم کوې، د ګام اندازه به مو برابره وي او داسې نور چې تاسې ورپسې مطالعه کولی شئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button