سیمه ییز خبرونه

منظور پشتین: بغلان کې وروستي سیلابونه یو ستره غمیزه ده

منظور پشتین وايي، چې د سیلاب دغه لویه غمیزه د لوی افغانستان لپاره خواشینوونکي ده

هغه په خپل یو بیان کې له سیلاب ځپلو سره خپله خواشني شریکه کړي ده او وايي چې د پي ټي ایم تحریک له سیلاب خپلو سره په غم کې شریک دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د بغلان سیلاب ځپلو سره خپله همدردي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو له امله خواشینی شوی دی.

سیلاب خپلو ته د ښاغلي پشتین تسلیت

منظور پښتین د سې شنبې په ماښام ( د غویي ۲۲مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې لیکلي: «په بغلان کې د سېلابونه له امله خلکو ته د اوښتي ځاني او مالي زیان له امله خواشینی یو. زیانمنو شویو کورنیو ته تسلیت وایو.»

ښاغلي پښتین پر نړۍوالو بنسټونو غږ کړی چې د بغلان سیلاب ځپلو سره ودریږي او لاس نیوی یې وکړي.

نور ولولئ: د وروستیو سېلابونو له امله تخار ولایت کې د ۲۰ تنو مړینه

نور ولولئ: د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونه

په وروستیو ورځو کې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د سیلابونو له امله د ۳۰۰ کسانو قرباني کېدل

په بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې څه باندې ۳۰۰ کسان مړه شوي دي. سرچینې وايي چې په دا مړه شوي کسان یوازې هغه دي چې موندل شوي او نور چې لا درکه دي، په هغوی پسې لا هم لټون روان دی.

afghan (3)
سیلاب ځپلي سیمې

په هېواد کې د وروستیو سیلابونو قربانیانو او د هغو کورنیو ته د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پرځیدلي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان سیاسیونو هم تسلیت ویلی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، د وروستيو سېلابونو له امله په دریو شمالي ولايتونو کې ۱۵۳ کسان مړه شوي دي. خو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

پر دې سربېره ځینې افغان سوداګرو هم د سیلابونو له قربانیانو سره د مرستې کولو ژمنې کړي دي.

دوی وايي چې له سیلاب ځپلو سره به مرستې کوي او لاسنیوی به یې کا.

خو سیلاب ځپلي پر نورو هېوادوالو هم غږ کوي چې له دوی سره همکاري وکړي، ځکه اکثره کورنۍ که له یوې خوا غمجنې دي، خو له بلې خوا سرپنا نه لري او اولادونه یې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button