منظور پښتین وايي، د پاکستان پوځ له ناکامۍ وروسته ملکي خلک نښه ګرځوي
اړوند خبرونه:
د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
مجاهد اسلام اباد ته؛ ژر تر ژره د داعش ډلې مشران کابل ته وسپارئ
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پر کابل ښار د پاکستاني پوځ بمباري غندلې او ليکلي دي، د جنګي جرمونو ستر جنايتکار پاکستاني پوځ تل د جګړې په ډګر کې د ماتې غوسه او وارخطایي په تش لاس عام ولس باندې اېستلې ده.
منظور پښتين همداراز ویلي، په پښتونخوا کې د دوی د خپلو پالیسیو په نتيجه کې د جوړې شوې جګړې په لړ کې، کله چې پنجابي عسکر له زیان سره مخامخ شي، نو بدل کې یې پر عام پښتون ولس بمباري وکړي او زیاتره ښځې او ماشومان یې شهيدان کړي دي: «ګڼ شمېر ثبوتونه یې تاسو په وروستیو وختونو کې په سوات، باجوړ، مردان، مومند، کورمه، بنو، لکي مروت، وزیرستانونو، ټانک، شیراني، ژوب او نورو پښتني سیمو کې لیدلي دي.»
نوموړي د بېلګې په توګه یادونه کړې، ان نن ورځ هم د پاکستاني پوځ په ډرون برید کې د وزيرستان په میرعلي کې ۷ کلنه ماشومه شهیده او یوه مېرمنه زخمي شوې ده: «تاسو لیدلي چې د بلوچ په خاوره کې هم ‘پاکستانی پوځ’ د جنګي تلفاتو په بدل کې عام بلوڅ ولس وژنې. کټ مټ همداسې جنګي جرمونه یې اوس په بر وطن افغانستان کې وکړل. کله چې دوی په جګړه کې څه نه شي کولای، نو خپله وارخطايي یې پر عامو، تش لاس ولسونو ایستلې ده.»
د کره راپورونو له مخې، پاکستاني پوځیانوته په سپين بولدک، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د دیورند کرښې په اوږدو کې درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي. له دغو مرګ ژوبلو وروسته د پاکستان هوايي ځواک د کندهار د سپین بولدک او وېش پر بازارونو بمباري کړې او همداراز یې په کابل کې پر یوه ښوونځي او یوه ټانکر بمباري وکړه چې له کبله یې شاوخوا ودانیو ته هم سخت زیانونه واوښتل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين زياته کړې، په چمن کې یې ۷ افغان مزدوران (کارګز) په بې رحمۍ سره شهيدان کړل، چې له جګړې سره يې هېڅ تړاو نه درلود. په ګڼ شمېر سیمو کې د عامو ولسي ځایونو د بمبارولو ترڅنګ یې نن په کابل کې د ماشومانو ښوونځي هم په نښه کړی، چې پکې ګڼ شمېر ماشومان شهيدان او ټپیان شوي دي. په تېرو وختونو کې یې هم په خوست او نورو سیمو کې څو ځله په خپلو بمباريو کې بې ګناه ماشومان شهيدان کړي وو.
پښتين زياته کړې، د دې جنګي جرمونو او ظلمونو پر وړاندې باید بالخصوص هر پښتون افغان او بالعموم هر انسان د خپل وس مطابق عمل او غږ پورته کړي: «په نولسم اکتوبر، ټېکساس، امریکا کې د پي ټي اېم جرګه به د دې جنګي جرمونو پر ضد راټولیږي، او ورسره به پي ټي اېم په نړیوال جنګي جرمونو عدالت کې د دې وحشیانه کړنو پر ضد د ثبوتونو پر بنسټ قضیه کوي.»
په پای کې نوموړي د دغو پېښو شهيدانو ته د جنت او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا دعا کړې ده.
له بلې خوا د پاکستان سیاسي فعال حافظ حمدالله له افغانستان سره جګړې ته په کتو، ویلي چې د دفاع وزیر خواجه اصف او لوی درستیز عاصم منیر پرېکړې ملي نه دي بلکې د امریکا له خوا ورکړل شوې پروژې دي چې پاکستان ته به نوي مصیبتونه راوړي.
نوموړي افغانستان د اوبو له ګرداب سره تشبیه کړی چې پوځ به پکې ډوب شي.
زیاتره پاکستاني ګوندونو په غیرمستقیم ډول د پوځ او افغانستان د جګړې مخالفت کړی او له پاکستاني پوځ څخه غواړي چې له عقل څخه کار واخلي او له افغانانو سره په یوه ناپایه جګړه کې ځان ښکېل نه کړي.
د دوی په اند د کمزوري اقتصاد او امکاناتو د کموالي له وجې په کور دننه له بلوچ او ټي ټي پي څخه خپل ګرېوان نه شي خلاصولی نو بهر له هند وروسته له افغانستان سره دوهمه جبهه پرانیستل به د پاکستان د سقوط ورځې رالنډې کړي.