کورني خبرونه

د عباس ستانکزی څرګندونو غبرګونونه او جنجالونه پارولی

 افغانستان  افغانستان

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نوی  ټاکل شوي مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي په یوه غونډی ناسته  کې افغانستان ته د امریکایانو او غربیانو د بیا  راتګ  سربیره ویلي چې کوښښ کوو او هیله مند  یو چې امریکا به بیرته را وګرځي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په کابل کې د خپلې معرفي غونډې پرمهال جنجالي څرګندونې کړي . شیر محمد عباس ستانکزی چې تر دې وړاندی  په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو له مهمو غړو څخه وو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معین په توګه هم معرفي شوی. ستانکزي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال پر اروپايي هیوادونو باندې د امریکا نفوذ ته په اعشاری  سره ویلی  که چیرته په کابل کې د امریکا سفارت پرانیستل شي.  نیم ساعت حخه  وروسته به ټول اروپايي هیوادونه هلته راشي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

هغه ویلي موږ په دې برخه کې کوښښ کوو ځکه د مرکچي پلاوي کې زه له دوی امریکایانو سره هلته وم او د دوی د چلند او اخلاقو معلومیږي چې انشاآلله ژر به بیرته را وګرځيد شیر محمد عباس ستانکزي دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم زیات غبرګونونه را پارولی . ډ ټولنیزو شبکو ګڼ شمیر کاروونکې د هغه دغه څرګندونې د طالبانو د تیرو شلو کلونو په موده کې د دې ډلې له کوښښونو  او شعارونو سره په ضد بولي.

ځکه په خبره یې طالبانو په تیرو دوو لسیزو کې د بهرنیانو او پخواني حکومت پر ضد مبارزه کوله. د ټولنیزو شبکې فیسبوک یوه کاروونکي حاجي احمد لیکلي دي: «شل کاله یې جنګ وکړ او وینې یې تویې کړې ځکه چې بهرنیان په هیواد کې وو، اوس چې حکومت یې په لاس کې دی، وايي انشاالله بیرته به راګرځي.

په عین وخت کې د ټولنیزو شبکو ګڼ شمیر کاروونکو د عباس ستانکزي تازه څرګندونو ته بل رنګ هم ورکړی دی له دوی څخه ګڼ شمیر یې لیکلي چې که انشاالله طالبان د امریکا او اروپا شرایط پوره کړي انشاالله دوی به بیرته راشي او د افغانستان نیږدې ۱۰ میلیارده کنګل شوې مالي زیرمې به هم آزادې کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button