کورني خبرونه

مودي ویلی ډهلي کې د افغانستان په تړاو ګډ دریځ باید غوره شي

 افغانستان   افغانستان

د افغانستان په اړه د هند مرکز  ډیلي کې د یوې امنیتي غونډې ګډونوالو د دغه هېواد له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره لیدلي. د هند خارجه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی چی  لومړي وزیر نرېندرا مودي ډیلي امنیتي ډیالوګ  ګډونوالو مننه کړی  او د افغانستان موضوع په تړاو یې پر څلورو ټکو ټینګار کړی                           

چې باید د غونډې ګډونوال هېوادونه پرې توجه متمرکزه کړي. د هند خارجه  وزارت په اعلامیه کې د ښاغلي مودي  ویلی چی د یو همشموله  حکومت جوړوړل  د ترهګرو ډلو له اړخ  د افغان خاورې کاروولو پر وړاندې نه پریښودل  له افغانستان څخه د مخدره توکو او وسلې قاچاق مخنیوي لپاره د یوې ستراتیژي چمتو کول او په افغانستان کې د  سخت بشري ناورین مخنیوي په  اړه  خبرې باید په پام کې ونیول شی په اعلامیه کې راغلي لومړي وزیر مودي هیله مند دی چې  په سیمه ییزه توګه د امنیت په اړه  مذاکرات به د مرکزي اسیا منځلاری

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

او د پرمختګی کلتور په بیا دود کولو کې همکاری وکړي د یادونې وړ  ده  چې د هند ملي امنیت سلاکار د هند د ملي‌امنیت سلاکار اجیت دووال په مشرۍ دا غونډه نن چهارشنبه د هند مرکز  کې وشوه چې د افغانستان د ګاونډیو او مرکزي اسیا هېوادونو امنیتي‌ چارواکي پکې راټول شوي . دې ناسته کې د هند، روسیې،‌ ایران،‌  قزاقستان،‌ قرغزستان، تاجکستان،‌ ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران او نور چارواکو ګډون کړی خو د پاکستان او چین استازو ندی  کړی.                                                                                              

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلی چې د نوي ډیلي ناسته کې ګډون نه کوي او همدا رنګه  پر هند نیوکه  هم کړې  او ویلي  چې جنجالونه رامنځته کوي سوله نشي راوړی  یاده دې وي چې د پاکستان حکومت له کلونو رادیخوا پر هند تورونه  لګوي چې د افغانستان په چارو کې جنجالي کردار لوبوي او سیمه کې

سوله او امن خرابوی پاکستان او چین د هغو کم شمېر هېوادونو په ډله کې دي چې له افغان طالبانو سره نژدې اړیکې پالي او  اوس مهال په کابل کې فعال سفارتونه هم لری خو هند چارواکی واییچین او پاکستان له ګډون پرته هم دا ناسته خورا مهمه ده .                                                                                                  

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button