افغانستان

مولوي ګل حسن مسکو کې د طالبانو نوی سفیر معرفي شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو مولوي په مسشکو کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي کړی دی. د طالبانو په مسکو کې سفارت تاس خبري آژانس ته ویلي چې مولوي ګل حسن به وروسته له دې چې د روسیې ویزه ترلاسه کړي، دې هېواد ته سفر وکړي او د سفارت مسوولیت به په غاړه واخلي.

مولوي ګل حسن له دې مخکې د طالبانو د کویټې شورا غړی و.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف، تیره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د نوي سفیر د منلو رسمي موافقه‌لیک وسپاره.

روسیې وروسته له هغې چې د طالبانو نوم یې د ناقانونه ډلو له لیست څخه لرې کړ، اعلان وکړ چې په مسکو کې د طالبانو سفیر مني او له طالبانو سره به خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې لوړې کچې ته ورسوي. له دې مخکې، په مسکو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی و.

د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې په داسې حال کې په زیاتېدو دي چې مسکو څو ځله د ناټو او امریکا د بېرته راتګ په اړه افغانستان ته خبرداری ورکړی دی. په دې وروستیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې ناټو افغانستان ته د بېرته راتګ لپاره لارې چارې لټوي.

روسي چارواکو تر دې وړاندې هم عجیب و غریبې څرګندونې کړي دي. خو په دې کې هم شک نه شته چې روسیه د امریکا او طالبانو پر اړیکو مشکوکه ده. روسیې تته ډېر شک له دې کبله پیدا شوی چې امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو ستره مرستندوی هیواد دی.

روسیه همدارنګه تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې ډول د داعش خراسان څانګې، د شتون په اړه اندېښنه ښيي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button