نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

مولوي طارق جميل ديوټيوب چینل نه سومره پیسې وګټلې

د پاکستان مشهور پنجابۍ  ملا او د تبليغي ډلې مشر مولانا طارق جميل د خپل يوټيوب چېنل نه هر کال ١.٥ ميليونه امريکايي ډالر ګټي هغه چې خپل هر یو بیان یوټیوب چینل کې خپروي او د امغې لارې نه وزته سالانه ۱ږ۵ میلونه ډالر راري .

مولانا طارق جميل چې د مشهورې ويناوې او بيانونه د هغه په خپل يوټيوب چېنل کې خپرېږي، ډېر ليدونکي لري او ويل کېږي چې په پاکستان کې د هغه يوټيوب چېنل د ليدونکو په کچه باندې په ٢٠م مقام کې دى.

د سوشل بلېډ د معلوماتو له مخې، د مولانا طارق جميل يوټيوب چېنل چې تر دې مهاله پورې يې پکې ٥٥٠ ويډيوګانې خپرې کړې دي، ٣.٢٦ ميليونه سبسکرايبر لري او د ٢٠١٧ کال د مارچ په ٢٩مه نېټه جوړ شوى دى..

د هغه چينل په پاکستان کې يو له هغه يوټيوب چېنلو څخه دى چې ډېر ليدونکي لري او د پاکستان په کچه ٢٠م مقام لري.

مولوي طارق جميل ديوټيوب چینل نه سومره پیسې وګټلې
مولانا طارق جمیل

د سوشل بلېډ د معلوماتو له مخې، د مولانا طارق جميل د يوټيوب چېنل هره مياشت له ٧ زره او ٩ سوه څخه تر ١٢٦ زره امريکايي ډالرو پورې ګټي او د کال بيا له ٩٤ زره څخه تر ١.٥ ميليونه امريکايي ډالرو پورې ګټي.

د مولانا طارق جميل يوټيوب چېنل هره ورځ په زرګونو امريکايي ډالر ګټي، د هغه زياتې ويډيوګانې ميليونونو کسانو کتلي دي چې تر ټولو زياته کتل شوې ويډيو يې بيا ٦.٨ ميليونه کسانو کتلې ده.

٦٧ کلن مولانا طارق جميل د پاکستان د پنجاب ايالت په خانېوال کې زېږېدلى دى، هغه د لاهور په دولتي پوهنتون کې زده کړې ترلاسه کړې دي او له هغه وروسته يې بيا په جامعه عربيه کې ديني زده کړې کړي دي.

هغه د تبليغي جماعت يو غړى دى، خو په تبليغي جماعت کې بيا تر ټولو مشهور کس هم دى، ځکه تر ډېره پورې ويناوې او بيانونه يې ډېر خلک اوري، په ټلويزيونونو کې هم د هغه بيانونه ډېره ښکاره کېږي او په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر ليدونکي لري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button