سات تيري

موږ په څه ډول هوا کې ښه خوب کولی شو؟

ډېری خلک په کوم ډول هوا کې ښه خوب کولی شي او څه ډول هوا ددوی لپاره مناسبه ده؟

اکثره څېړنو په ډاکه کړې ده چې ښه خوب د ګرمۍ په نسبت په یخه هوا کې ښه کېږي. څېړونکې وايي د ښه خوب لپاره د ۶۰ او د ۶۷ درجو تر منځ هوا مناسبه ده. د ښه خوب لپاره پر یخه هوا ډېر ټینګار شوی دی او دوی ثابته کړې چې په هوا کې انسان ښه خوب کولی شي، خو که د تودوخې درجه له ۷۵ پورته شي، نو په خوب کې خلل رامنځته کېږي. له همدې امله ویلی شو چې د ښه او ارام خوب لپاره د یخې هوا چاپیریال ډېر مناسب دی.

د هوا بدلون او اغېزې یې

د ګڼ شمېر څېړنو نتیجې ښيي چې د هوا بدلون نه یوازې د مځکې لپاره ناوړه اغېزې لري بلکې د انسانانو او نورو ژوو ژوند هم ګواښي او دارنګه د انسانانو پر خوب هم اغېز پرې باسي.

نور ولولئ: په ښه خوب کولو کې د تمرین رول

څېړونکي وايي چې د نړۍ د هوا تودېدا کېدای شي چې د هوا ککړتیا ډېره کړي، الرژۍ یا حساسیتونه زیات کړي.

د انسان روحي یا رواني روغتیا هم د هوا له بدلون سره ارتباط لري، ځینې څېړنې ښيي چې اقلیمي بدلونونه په انسان کې ذهني پریشاني رامنځته کوي.

د هوا بدلون د انسان د ژوند کولو پر طریقې هم اغیز کوي. مثلاً عموماً انسانان په نسبتاً سړه هوا کې ښه خوب کوي، خو به ګرمۍ کې بیا هغه ډول نه شي کولی.

د ښه خوب په باره کې نورې څېړنې

په نورو څېرنو کې بیا ویل شوي د ۱۵ او ۲۰ ترمنځ هوا انسان ښه خوب کوي ځکه چې په داسي هوا کې د بدن تودوخه کمیږي او مازغه خوب ته چمتو کیږي.

د دې په مقابل کې توده او لندبله هوا له انسانه ښه خوب اخلي. توپاني هوا هم خوب خرابوي ځکه چې شور ماشور وي.

لمرینې ورځې بیا د دې سبب کېږي چې انسان خوشاله وي.

نور ولولئ: موږ واقعیا څومره خوب ته اړتیا لرو؟

نور ولولئ:ښه خوب مو پر روغتیا مثبت اغېز کوي

د امریکا د میشګان پوهنتون د څېړونکو په څېړنو کې څرګنده شوې کوم کسان چې د ورځې لږترلږه نیم ساعت په ازاده هوا کې تیر کړي، ټوله ورځ به یې په نسبي ډول خوشاله وي.

په کومو سیمو کې چې وریځې ډیرې، او ورځې لنډې وي، خصوصاً په ژمي کې ډیپرېشن او ذهني پریشاني ډیره وي.

دا هم ویل کېږي چې په دوبي د ژمي په نسبت د انسان د وینې فشار ټیټېږي او دلیل یې دا دی چې سړه هوا د وینې رګونه تنګوي.

پر دې سربېره موږ ته هم دا ښکاره شوې چې په سړه هوا کې د ګرمۍ په نسبت ښه خوب کولی شو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button