نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

مکسیکو کې د لارۍ اوښتو له امله ۵۴ وګړی وژل شوي

 مکسیکو  مکسیکو

مکسیکو کې د لارۍ اوښتو له امله  ۵۴ وګړی  وژل شوي  زیات  شمېر ټپیان دي د مکسیکو په جنوب  کې چارواکي ویلی  د یوې لارۍ  له اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۵۴ وګړی  وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي ویل کېږي چی  دې لارۍ کې تر ۱۵۰ پورې وګړو  سفر کاوه

چې په چیپاس سیمه کې له پېښې سره مخامخ شوه. په خپاره  شویو انځورونو  کې  مړو جسدونه  لیدل کېږي  چې د اوښتې لارۍ په شاوخوا کې پراته دي او پر ځینو سپین څادرونه غوړول شوي . دا په مکسیکو  کې تر ټولو ناوړه ترافیکي پېښه بلل کېږي. د راپورونو له مخې ۴۹ وګړی   د پېښې ځای کې وژل شوي او پنځو نورو په روغتون کې هم  ساه ورکړه. د چیپاس والي روتیلیو اسکاندون ویلی  پېښه کې ۱۰۵ وګړی  چې ۸۳ سړي او ۲۲ ښځې پکې شامل دي ټپیان شوي.

مرستندویان ویلی  د پېښې ښکار شویو وګړو  کې د ښځو او نارینه وو تر څنګ هم  کوچنیان هم شامل دي. که څه هم تر اوس  مهال  د اوښتې لارۍ د سپرلیو بشپړه پلټنه  نه ده په ډاګه شوې خو چارواکی ویلی  ډیر  وګړی  د هنډوراس او ګواتېمالا اوسېدونکي دي. راپورونو کې ویل شوي لارۍ په ډېر سرعت سره سفر کاوه  چې له یو کږلیچه د ګرځېدو پر مهال د پلي وګړو لپاره له یو چمتو شوي پل سره ټکر شوه او واوښته. دغه لارۍ چیپاس مرکزي ښار ټکستلا ګوتیرز ښار ته پر لاره وه چې له پېښې سره مخامخ شو.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

چیپاس چې له ګواتېمالا سره پوله لري د غیر قانونی کډوالو د تګ راتګ مهم مرکز بلل کېږي په مرکزي امریکا کې هر کال له لوږې او ناامنیو څخه  تښتېدلي سلګونه زره وګړی  کوښښ کوي د مکسیکو له لوری  امریکا ته ورسېږي.  ډېری وګړو  قاچاقبرانو  ته پیسې ورکوي چې زیات  شمېر وګړی په یوه خطرناکه لارۍ کې کېنوي.

او پر دې لارو یې وړی د کډوالو نړیوال سازمان ای او ایم د مکسیکو او امریکا تر منځ پوله د کډوالو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خورا  خونړۍ لاره بولي د دې ادارې معلومات له مخی  یواځی  سږ کال  دې لارې  کې ۶۵۰  وګړی  وژل شوي چې د بل هر وخت پرتله لوړ شمېر دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button