نړیوال خبرونه

نایب دیویندر کمار ته ستا درناوی او مینه به هېره نه کړو

د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب د هندي کمنټیټر دیوندر کمار څخه مننه کړې ده، چې په سخت وخت کې هم په شپږیزه کرکټ لیګ کې پاتې شو.

د شپږیزې کرکټ لیګ پایلوبه پرون د بُست ساتونکو او سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سپین غر پړانګانو پکې اتلولي خپله کړه، د سپین غر دا دریمه اتلولي وه. هندی دیویندر کمار چې هر کال د شپږیزې کرکټ لیګ د کمنټرۍ لپاره کابل ته راځي، سږکال هم تر پای پورې پاتې شو او د شپږیزې له ختمېدو وروسته خپل هېواد ته ستون شو

نور یی ولوله | د مجیب ځدران د ویزې ستوزه خل شوه

نور یی ولوله | د بنګله دیش سندرغلړي سره کوم عجیبه کار شوی دی؟

ګلبدین نایب د دیوندر کمار یو عکس په خپل ټویټر اکاونټ کې خپور کړی دی او د دیویندر کمار څخه یې مننه کړې ده. هغه لیکلي دي، چې دیویندر کمار مننه ستا له مینې او ملاتړ څخه، چې په دې سخت وخت کې دې زموږ له خلکو سره وکړ.هغه وویل دا ډول وګړي د کرکټ به میدان کې ډېر کم وي.

نوموړي دا هم لیکلي دي، چې موږ به هېڅ کله هم د دیوندر کمار دغه درناوی او مینه هېره نه کړو. هغه ورته د ښه سفر غوښتنه کړې او راتلونکي کال کې یې د بیا لیدو هیله کړې ده. دیوندر کمار هم د ګلبدین نایب دغه ټویټ ریټویټ کړی دی او د هغه څخه یې مننه کړې ده او خوښي یې ښکاره کړې ده، چې د هغه د لوبېدو پر مهال یې کمنټري کوله

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button