نړیوال خبرونه

نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرولو د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو مسوول افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستې له ټينګار سره ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت شاتګ لرلی چې دا چاره اندېښمنوونکې ده

د ملګرو ملتونو بشري مرستې

د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو مسوول مارټین ګرېفېټس له «سي جي ټي اېن» ټلوېزیون سره په مرکه کې افغانستان کې د ښځو د حقونو پر رعایت ټينګار کړی دی. ښاغلي  ګرېفېټس وویل:«ښځې او نجونې د خپلو حقونو په برخه کې له اندېښمنوونکي وضعیت سره مخ دي. د شبانې نوري یوه ویډيو چې د نجونو د ښوونځي او زده کړو په هکله یو شعر ویل شوی، په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي او د دغو شبکو ګڼو کارونکو خپره کړې ده. شبانه نوري د دولسم ټولګي زده کوونکې ده

د نجونو ښوونځي له یوه کال راهیسې تړل شوي دي

پېغلې نوري طلوع نیوز ته وویل:«دا شعر مې د هېچا په خلاف نه وو ویلی دا مې د خپل د زړه درد ویلی و، لکه څرنګه چې تاسې وویل د نجونو ښوونځي له یوه کال راهیسې بند دي. بله زده کوونکې پروانه هم وايي:«غواړو چې ښوونځي پیل شي او دا زموږ حق دی او موږ باید خپل حق ترلاسه کړو. ښوونکې محسنه صبور هم څرګندوي:«ښوونځي پرانیزئ، زه باوري یم چې سرپرست حکومت له سیاسي پلوه له بهرنیانو سره په مذاکراتو کې د چنې وهلو لپاره د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي؛ ځکه د ښوونځي پرانیستل نه شرعي ستونزه لري او نه هم کلتوري

ور یی ولوله | د برېښنا شرکت : د کابل صنعتي سستم چلولو لپاره برق ۱۲ ساعته شو

ور یی ولوله | د لوګر سیلاب ځپلو د مرستې غوښتنه کړې

تر دې وړاندې د نجونو د بښنې نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي دي چې د افغان نجونو او ښځو بنسټیز حقونه سلب شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي:«ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې شوي او له تیاره راتلونکي سره مخ دي. له تحصیل او یا په عمومي فضا کې د ګډون له امکانه محرومې شوې دي. د پوهنتون استاد طارق فرهادي وویل:«په دې کې شک نشته چې ډېر تر فشار لاندې راغلي دي او اړینه ده چې حکومت په دې هکله غور وکړي او وویني چې د افغانستان خلک څومره ښه دي؟ دا ښه ده چې سوله وي او ښځې وکړای شي زده کړې وي درس ووايي؟

د ښځو د حقونو فعاله آی نور اوزبیک هم په دې هکله څرګنده کړه:«یو کال کېږي چې د ښوونځيو دروازې تړلې دي، مسوولان او نړۍوال بنسټونه، له دې پرته چې وضعیت نور هم کړکېچن کړي، له دغه وضعیته د وتلو لپاره عملي اقدام نه کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button