Uncategorized

نصیر فایق: له ا.ا سره د نړۍ تعامل د م.م پرېکړه‌لیک عملي کولو پورې اړه لري

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د سرپرست حکومت تر منځ د اړیکو ښه کېدل د ملګرو ملتونو د وروستي پرېکړه لیک د مادو په عملي کېدو پورې اړه لري. نصیر احمد فایق ادعا کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د نړیوالې ټولنې د رسمیت پېژندلو شرطونه نه‌دي پوره کړي

نصیر احمد فایق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې اړیکې او تعامل د دې پرېکړه‌لیک د پلي کولو او د طالبانو ژمنو عملي پر بنسټ پر مخ ځي او دا ډېره مهمه ده، ځکه دا په ډاګه کوي چې نړیواله ټوله طالبانو ته یو څرګند پیغام ولري. د هېواد دغه ډېپلوماټ په‌دې باور دی چې د افغانستان سرپرست حکومت باید اړین شرایط پوره کړي، څو په رسمیت وپېژندل شي

ښاغلی فایق زیاتوي: «دوی غواړي چې دوی د یوه حکومت په توګه عمل وکړي، خو برعکس تر دې مهاله د افغانانو ټولې غوښتنې یا د نړیوالې ټولنې او سیمې هېوادونو شرایط تر اوسه پورې نه‌دي تر لاسه شوي او دا پرېکړه‌لیک د همدې غوښتنو بیا خپرول دي. خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وایي، چې اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو بنسټيز شرطونه پوره کړي دي

نور یی ولوله | چین کې د افغانی غالیو نندارتون ته وړاندې کېدل

نور یی ولوله | کابلوف: د ا.ا چارواکي به د مسکو مشورتي ناسته کې ګډون و نه‌لري

سهیل شاهین

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي: «د رسمیت پېژندلو لپاره اساسي شرایط دا دي چې پلازمېنه یې په لاس کې وي، په ټول هېواد او سرحداتو تسلط ولري، د ولس او هېواد څخه د دفاع کولو توان ولري؛ دا ټول هغه شرایط دي چې اوسنی حکومت یې لري، له دې علاوه دا نور شرایط نه؛ بلکې غوښتنې دي، باید د رسمیت پېژندنې لپاره مانع نه‌شي.

بل خوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې د اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید د نړيوالې ټولنې ځينې غوښتنې ومني. د سیاسي چارو شنونکی محمد متین محمد خیل وايي: «که د اسلام په خلاف نه‌وي، عملي دې کړي، څو نړۍ دوی په رسمیت وپېژني او د خلکو ستونزې ورسره حل شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد بشار وايي: «د ګاونډیو هېوادونو او نړۍ لپاره د افغانستان اسلامي امارت بل بدیل په‌دې هېواد کې نه‌شته؛ نو دوی مجور دي چې له دوی سره تعامل وکړي، تر څو یې چې په رسمیت نه وي پېژندلي، دغه شرایط د حل لاره نه‌ده. د نږدې پنځلسو میاشتو په تېرېدو سره، تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د روسیې، ترکیې، پاکستان، ایران، چین او ځينو نورو هېوادونو په ګډون یو شمېرهېوادونه په کابل کې ډېپلوماټیک فعالیت لري

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button