ځایی

ننګرهار کې توپاني اورښت او تېزې سیلۍ ۳۵ کسان مړه او ۲۳۰ ټپیان کړي

په مازدیګر په ننګرهار کې توپاني اورښت او تېزې سیلۍ خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په ننګرهار کې توپاني باران او ورسره څنګ کې تېزه سیلۍ چې سرعت یې په یوه ساعت کې اتیا کیلو متره اټکل شوی و، کورونو، ونو او نورو شیانو ته په چټکۍ زیان رسوي او نړوي یې.

په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د توپاني ورښتونو او سېلابونو له کبله ۳۵ کسان مړه او ۲۳۰ نور ټپيان دي.

په کومو سیمو کې دغه طبیعي پېښې شوي دي؟

په ننګرهار کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون ویلي چې دا طبیعي پېښې دوشنبه د چنګاښ پر ۲۵مه له غرمې وروسته په سرخ‌رود، بهسود، بټي‌کوټ او د دغه ولایت په ځینو مرکزي سیمو کې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

نور ولولئ: په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

نور ولولئ: لیبیا کې توپان او سېلابونو شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه کړي

نور ولولئ: د درنې واورې ورېدو او توپان له امله د سالنګ لویه لار یو ځل بیا وتړل شوه

د سیمې خلک بیا وايي، طالبانو د پېښې ځایونو ته د مرستې لپاره په خپل وخت ځانونه، نه دي رسولي، چې له امله یې هغه خلک چې له توپان او سیلۍ ژغورل شوي وای، مړه یا ټپیان شول.

afghan (82)
ننګرهار کې توپاني اورښت او تېزې سیلۍ ۳۵ کسان مړه او ۲۳۰ ټپیان کړي

خو طالبان وايي، د دوی ژغورونکو ټیمونو هڅه وکړه چې پر وخت اقدام وکړي او خلک په خپل وخت وژغوري.

د توپان له امله اوښتي زیانونه

خلکو ته د اوښتو زیانونو په اړه طالب چارواکي بدلون ویلی چې تر اوسه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ۳۵ مړي او ۲۳۰ ټپيان وروړل شوي او ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې لوړې شي.

د نوموړي په وینا، په دې پېښو کې کورونه، باغونه، پلونه او سړکونه هم اغېزمن شوي دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې د یادو شمېرو پخلی کړی دی.

په په کونړ، پنجشیر او میدان‌وردګ کې هم سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او سېلابونو پېښېدو وړاندوینه کړې ده.

بل لوري ته کارپوهان له خلکو غواړي چې کله د بارانونو اټکل اعلانېږي، نو د اړوندو سیمو خلک باید د توپانونو او سیلابونو پر وړاندې احتیاطي تدابیر ولري، تر څو د زیان اوښتو کچه راټیټه او دوی خوندي پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال افغانستان تر ټولو طبیعي پېښو ډېر وځاپه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button