سیمه‌ییز

ننګرهار کې وروستي سیلارونه؛ زرګونه کورنۍ له سختو زیانونو سره مخ شوې

ننګرهار کې وروستي سیلابونه سلګونو کورونو او زرګونو کورنیو ته درانه مالي او بشري زیانونه اړولي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د دغو سېلونو له امله یوازې په ننګرهار ولایت کې شاوخوا دوه زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

د یاد سازمان په وینا، ناڅاپي سېلونو خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه کړي، کرنیزې ځمکې او د خلکو د عاید سرچینې یې زیانمنې کړې او ګڼې کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

Flood

ننګرهار کې وروستي سیلابونه، د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې تر ټولو ډېر زیانونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکو ته تر ټولو ډېر زیان اوښتی او ډېری سېل‌ځپلې کورنۍ لا هم بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي چې په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د مرستو لړۍ روانه ده، خو لا هم ګڼې کورنۍ د سرپناه، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي.

69d1ff6644bd6

تر دې وړاندې هم نړیوالو مرستندویو بنسټونو ویلي وو چې په افغانستان کې وروستیو سېلونو لسګونه زره کسان اغېزمن کړي او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

ننګرهار کې وروستي سیلابونه، اوچا: وروستیو سېلونو بشري وضعیت نور هم سخت کړی

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا خبرداری ورکړی چې وروستیو بارانونو او سېلونو د افغانستان بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

دا هم ولولئ:  المرصاد ورځپاڼه: د طالبانو په عملیاتو کې ۵ داعشیان وژل شوي

د اوچا په وینا، که څه هم مرستندویه ادارې هڅه کوي سېل‌ځپلو سیمو ته بېړنۍ مرستې ورسوي، خو د لارو خرابوالی او ځینې تخنیکي ستونزې د مرستو بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.

AP22233618181090 1

د یادونې وړ ده چې ننګرهار کې وروستي سیلارونه داسې مهال رامنځته کېږي چې د هېواد ګڼې سیمې لا هم د اقلیمي بدلون، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له اغېزو کړېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button