اقتصاد او سوداګري

نن او پرون یو ځل بیا د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ کلداره راوېدلي

سره له دې چې له پاکستان سره پور وشو خو په ازاد بازار کې نن یو ډالر نږدې ۳۰۰ پاکستاني روپیو بدلېږي

د پاکستانۍ کلدارو په بدل کې د ډالرو ارزښت په پرلپسې ډول د پام وړ ډېر شوی او هلته د چارسمبالي حکومت له جوړېدو وروسته نن ‘سې شنبه’ د ډالرو پر وړاندې کلداره خپلې ټېټې کچې ته رالوېدلې ده.

د رپوټونو له مخې پاکستان کې نن د ډالرو بیه ۳ اعشاریه ۲۶ روپۍ اضافه شوې.

نور ولولئ: د پاکستان بد اقتصادي حالت؛ د تېلو بیې شل روپۍ لوړې شوې

له دې زیاتوالي سره په بانکي مارکېټ کې د یوه ډالرو پر وړاندې د کلدارو بیه ۲۹۱ اعشاریه ۷۵ ته رسېدلی خو په ازاد بازار کې ډالر د پاکستاني کالدارو پر وړاندې ۲۹۸ روپیو بدلېږي.

پاکستاني رسنیو دا د روپیو ‘ریکارډ’ کموالی بللی دی

د ونډو کاروبار یانو په باور کلداره د دوه مهمو دلایلو له کبله په پرلپسې ډول خپل ارزښت بایلي، لومړی دا چې پاکستان اړ دی ځينې پورونه ورکړي او بل دا چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق د نویو شرطونو له مخې د د ډالرو پیر او پلور ازاد دی.

د دې تر څنګ پاکستان کې سیاسي بې ثباتیو، وروستیو ناامنیو او اقتصادي کړکېچونو هم خپل سیوری غوړولی او د کلدارو ارزښت بایلود تر څنګ یې د توکو په بیو هم منفي اغېز کړی دی.

پاکستان کې په پرلپسې ډول خوراکي توکي او نور لومړني مواد ګران شوي او ولس له بې روزګارۍ سر ټکوي.

له پاکستان سره د درې میلیاردو ډالره مرسته

تېره جولای میاشت کې د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو پور ورکولو هوکړه تایید کړ،ه خو د دې لپاره یې سخت شرایط ایښي دي.

د ای ایم اېف مسوولینو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې ټول نهه میاشتني پروګرام هدف پاکستان کې د اقتصادي ثبات رامنځته کولو سره مرسته کول دي.

نور ولولئ:

پاکستان کې ناامني؛ پر چینايي انجینرانو برید شوی

ای ایم ایف مسوولین دغه راز وايي، له پاکستان سره دا هوکړه داسې مهال کېږي چې د نړیوالو شرایطو، ویجاړونکو سېلابونو او په پالیسیو کې د ګډوډۍ له کبله د پاکستان داخلي او بهرنی سوداګریز زیان ډېر شوی، د اړتیاوړ توکو بیې لوړې شوې او د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ مالي کال په ترڅ کې د دې هېواد اسعارو زېرمې کمې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په اقتصادي لحاظ دیوالي کېدو ته روان دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button