سپورټ

نن به د ۲۰۲۵ کال ای‌پي‌ایل پای لوبه کومه لوبډله وګټي؟

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د ای‌پي‌اېل په سترې پایلوبې کې نن رایل چلنجر بنګلور او د افغان لوبغاړي عظمت‌الله عمرزي اړوند پنجاب کینګز لوبډله نن د سیالۍ ډګر ته ښکټه کېږي.

د ای‌پي‌اېل دغه ستره پایلوبه نن(سه‌شنبه، د جون ۳مه) د هند احمداباد ښار، د نرېندرا مودي لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د کابل پر وخت د ماښام شپږ نیمې بجې به پیل شي.

بنګلور لوبډلې پنجاب ته په لومړي کوالیفایر او پنجاب ممبیي انډینز لوبډلې ته په دویم کوالیفایر کې ماته ورکړه، او تر پایلوبې راورسېده.

د هند غوره لیګ کې سږکال ۷۳ لوبې په کابو ۷۰ ورځو کې ترسره شوې او نن به په زړه پورې پایلوبه وي.

بنګلورد ای‌پي‌اېل په تاریخ کې درې ځلې پایلوبو ته رسېدلي چې  لومړی یې په ۲۰۰۹ کال کې د ډېکن چارجرز پر وړاندې ماته وخوړه.

دویم ځل په ۲۰۱۱ کال کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې پر وړاندې د ماتې تجربه لري، او درېیم ځل په ۲۰۱۶ کال کې کلکتې لوبډلې ماته کړه.

بنګلور په ټوله کې اتلس کاله بی جامه لوبې کړې دي.

د یادولو ده چې سږکال د هند غوره لیګ کې له عمرزي سربېره ګن نورو افغان لوبغاړو لکه، راشد خان، فضل‌حق فاروقي، نور احمد، مجیب ځدران،کریم جنت او رحمان‌الله ګربز هم ونډه اخیستې وه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button