نړۍ

نن به په چین کې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه پیل شي

اړوند خبر

افغانستان به د شنګهای غونډې د بحث سرټکی وي

د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) غونډه نن دوشنبه، د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چین په تیانجین کې پيلېږي.

په دې سرمشریزه کې د نړۍ له ۲۰ څخه ډېر مشران او د نړیوالو سازمانونو ۱۰ مشران ګډون ولري او په امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې به د څو اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا بحثونه وکړي.

د روسیې، هند، پاکستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکیې، بیلاروس، منګولیا، کمبوډیا، ویتنام، مالیزیا، نیپال، مصر مشران او د ملګرو ملتونو، آسیان او د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) عمومي منشيان به په دې سرمشریزه کې ګډون ولري.

د چین مطبوعاتي مرکز پرون دوشنبه ماښام په یوه راپور کې ویلي، چې دا سرمشریزه به د “تیانجی کې د شانګهای روحیه ساتل” تر شعار لاندې ترسره شي او سیمه‌ییز امنیت، د ترهګرۍ ضد سیمه‌ییز جوړښت د پیاوړتیا له لارې د ترهګرۍ، افراطیت او بیلتون غوښتنې سره مبارزه به یې د بحث مهم موضوعات وي.

همدارنګه د سوداګرۍ او سوداګریزو همکاریو زیاتوالی چې د زیربنایي پروژو لکه د چین-قرغزستان-ازبکستان د ریل پټلۍ، د انرژۍ دهلیزونو پراختیا، او د اقلیم بدلون او نوي‌کېدونکي انرژۍ په اړه ګډ اقدام باندې تمرکز کوي، په بېلابېلو پنلونو کې به هم بحث وشي.

کلتوري تبادلې او د زده‌کړې او ګرځندوی پروګرامونو له لارې د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د سرمشریزې له اهدافو څخه دي، چې چین پرې ټینګار کوي.

ویل کېږي په تیانجین کې د ۲۰۲۵ کال د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه نه یوازې د خپل بې‌ساري پيمانې لپاره (د ۳۰۰۰ ژورنالیستانو او له ۲۰ څخه زیاتو نړیوالو مشرانو په ګډون) د پام وړ ده ، بلکې د نړیوالو ننګونو په وړاندې د څو اړخیزیزم د پیاوړتیا لپاره د ګډې هڅې سمبول بلل کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button