لوبې

نن د اسیاسي جام یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

دغه سیالۍ نن په ۲ بجې د پاکستان په کوربه پیل او لومړی لوبه روانه ده

د دغه جام په سږنیو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۶ اسیايي لوبډلې په دوو ګروپونو کې برخه لري.

د دغه جام لومړۍ لوبه به نن (چارشنبه د اګست ۳۰مه) د افغانستان په وخت تر غرمې وروسته پر ۲ بجو د پاکستان په کوربتوب د دغه هېواد او نیپال ترمنځ د ملتان ښار په لوبغالي وشي.

دا دواړه لوبډلې په ‘الف’ ګروپ کې لوبېږي چې هند هم ورسره په دغه ګروپ کې دی.

په ‘ب’ ګروپ کې بیا افغانستان، شري لنکا او بنګله دېش دي.

سږکال د کرېکټ اسیايي جام څلور لوبې په پاکستان او پاتې شري لنکا کې پلان شوې دي.

د پاکستان په کوربه توب سیالیو کې افغانستان هم لوبې لري

پاکستان کې په څلورو پلان شویو لوبو کې دوه د افغانستان دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ روانه اوونۍ اسیايي جام لپاره لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ روانه اوونۍ د ۲۰۲۳ کال اسیايي جام سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به، چې دا ګړۍ پاکستان کې ده، د ۲۰۲۳ کال په اسیا جام کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې یکشنبې پر ورځ د (سپتمبر پر ۳مه) له بنګله دیش سره په لاهور کې وکړي.‌

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډله اسیا کپ سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړه

د افغانستان دویمه لوبه تر دې یوه ورځ وروسته یعنې سې شنبه (د سپتمبر پر پنځمه) په همدغه لوبغالي کې د شري لنکا خلاف ده.

پایلوبو ته د رسېدو طریقه

د ۲۰۲۳ کال د اسیايي جام سیالیو له دواړو ګروپونو به د سر دوه دوه لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار کوي، چې ګټونکې لوبډلې به یې پایلوبه کې سره مخامخېږي.

دغه ټولې سیالۍ د سپتمبر تر ۱۷مې دوام کوي.

د کرکټ اسیایي جام سیالۍ له ۱۹۸۴ کال راهیسې کېږي.

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

تر اوسه دغه جام ۷ ځله هند، ۶ ځله شري لنکا او دوه ځله پاکستان ګټلی دی.

دا سیالۍ داسې مهال کېږي چې ای سي سي کې د پاکستان او هند لانجه وه ځکه د یوه هېواد کرکټ ټیم بل هېواد ته د سیاليو لپاره نه ورته. خو اوس ځینې سیالۍ په پاکستان او نورې په شریلنکا کې ترسره کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button