نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او اورښت خبر ورکړل شوی
د سالنګونو په ګډون به نن د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې واوره او ورښت تر ماښامه پیل شي
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن پنجشنبه د (مرغومي ۱۳مه) د هېواد په ۳۲ ولابتونو کې د واورې او ورښت اټکل اعلان کړی دی.
یادې ادارې په یاد اټکل کې هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزنی، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، نورستان، تخار، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او کونړ ولايتونو نومونه یاد کړي، چې واوره او باران به پکې کېږي.
دغه راز د یادو ولایتونو ترڅنګ په سالنګونو کې هم د درنې واورې اټکل شوی دی.
یادې ادارې په دې اټکل کې په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل هم کړی دی.
باید یاده کړو چې له پرون چهارشنبې راهیسې په یو شمیر ولایتونو کې باران او په یو شمیر سیمو کې واوره ورېږي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنې
د خوړو نړیوال پروګرام وایی، په روان ژمي کې په افغانستان کې له اوو میلیونو ډېر اړمن کسان له ژغورونکو مرستو بې برخې شوي دي.
دغه سازمان پنجشنبه د مرغومي پر ۱۳مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د بودجې د کموالي له امله نشي کولای له ټولو اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.
نور ولولئ: د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایت
نور ولولئ: د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه
نور ولولئ: په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي
دغه سازمان څرګنده کړې: «کورنۍ له دې سخت انتخاب سره مخ دي چې د خپلو ماشومانو ګېډې مړې کړي او که خپل کورونه تاوده کړي.»
د خوړو نړيوال پروګرام څرګنده کړې، چې د ژمي په موسم کې د مرستو رسولو په ځانګړي ډول د افغانستان په لرې پرتو او د سختو لارو لرونکو سيمو کې د دوى کارونه له ننګونو سره مخ کړي دي.
اړمنو ته د مرستو چټکتیا
دغه بنسټ په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو د چټکتیا غوښتنه کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې ټینګار کړی و، چې د ژمي په موسم کې شاوخوا ۱۴ میلیونه ټنه بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې د کابل-بامیان لویه لار په لنډمهالې ډول بېرته پرانیستل شوې ده.
سرچینو پنجشنبه، د مرغومي پر ۱۳مه وویل چې طالبانو موټرچلوونکو ته اجازه ورکړې چې د سهار له لس بجو د ماسپښین تر درېیو بجو پورې پر دې لار تګ راتګ وکړي.
د کابل – باميان لويه لار د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ د «اوني» کوتل سيمه کې تېره شپه د درنې واورې ورېدو له امله د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د یادونې وړ ده، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې هېواد په ٣٣ ولايتونو کې د واورو او سختو ورښتونو اټکل شوى دى.