ژوند او ټولنه

نن د تیتسو ناکامورا د وژل کېدو څلورم کال پوره شو

جاپاني الاصله افغان تیتسو ناکامورا څلور کاله وړاندې په دې ورځ په ننګرهار کې ووژل شو

ناکامورا د افغانستان په مشرقي ولایتونو کې د شاړو ځمکو د ابادۍ او زراعت برخه کې ډېر کار وکړ او تل به یې ویل چې افغانان باید دلته د زراعت په پښو درولو کې کار وکړي، ځکه دوی که دې برخې ته پام وکړي نو دلته به دودیزه کرنه په مکانیزمه کرنه واوړي او خلک به د اوسني بد فقر څخه راووځي.

جاپاني الاصله افغان بشرپال تیتسو ناکامورا څلور کاله مخکې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په همدې ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه) د ناپیژنده کسانو له خوا ووژل شو.

ناکامورا د افغانانو لپاره یو اتل و

د ډاکټر ناکامورا د نوم په اورېدو به هر افغان د خوشالۍ او غرور احساس کاوه او لا یې هم کوي، ځکه ناکامورا ددې خاورې یو رښتینی خدمتګار و او تل به یې هڅه دا وه چې فقط د بیارغونې کارونه وکړي او بس. ډاکټر ناکامورا د افغانانو له خوا د ابادۍ اتل بلل کېده.

نور ولولئ: د ډاکټر ناکامورالورافغانستان ته راځي

په کاکا مراد مشهور جاپاني الاصله افغان ناکامورا شاوخوا شل کاله د هیواد په ختیځ بیا په ځانګړي توګه ننګرهار ولایت کې ډیر رغنیز کارونه ترسره کړي دي.

د نوموړي وژنه په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مل وه او تراوسه پورې هم د هغه کړنې په هیواد کې یادیږي.

ناکامورا په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱۷۰۰څاګانو کېندلې او د سلګونه جریبه ځمکو د خړوبولو لپاره یې په کمبیري دښته کې د مروارید کانال هم بشپړ کړی و.

د یادونې ده چې د ډاکټر تیتسو ناکامورا له وژل کیدو وروسته د هغه په نوم یو څلی په ننګرهار او یو واټ په خوست ولایت کې ونومول شول.

ډاکټر ناکامورا څنګه قتل کړی شو

ډاکټر ناکامورا یو نوم ورکی خدمتګار و چې د کونړ سیند نه یې لوی نهر خیژولی و او ګڼې ځمکې یې ابادې کړې وې، خو وروسته له هغه چې دا موضوع رسنیو راپور ته کړه، نو ډاکټر ناکامورا باندې حمله وشوه او له منځه لاړ، خو په هغه وخت کې ډېری ګنګوسې داسې وې چې د ډاکټر ناکامورا وژل کېدل د پاکستاني استخباراتو کار و، ځکه هغه وخت هم افغان حکومت وویل چې پر کاکا ناکامورا دا برید د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې شوی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button