نن په پاکستان کې د چمینز ټرافي لوبې پیلېږي؛ افغان لوبډله به د ملت تمې پوره کړي؟

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام(چمپینز ټرافي) نن چهارشنبه د پاکستان په کوربهتوب پيلېږي، د افغان اتلانو لوبډلمشر «حشمتالله شهیدي» په خپلو تازه خبرو کې ویلي، ” کله چې مونږ ښه لوبه نه کوو زمونږ هېوادوال حق لري چې پر مونږ تبصره او نیوکې وکړي، خو لوبغاړو ته د بدو الفاظو استعمال حق هیڅوک نه لري. “
د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام نن (چهارشنبه، د فیبروري ۱۹مه) د پاکستان په کوربهتوب پيلېږي، او د افغانستان لومړنۍ لوبه به د فیبرورۍ پر ۲۱مه د جمعې په ورځ ده.
د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي له بيبيسي سره په خبرو کې له افغان لوبډلې څخه د تمې په اړه وویل، ” له تېرو دوو کلونو غوره لوبو وروسته مونږ اوس نړۍ ته دا ثابته کړې چې مونږ هرې لوبډلې څخه د ګټلو وړتیا لرو. “
شهیدي همداراز وویل، “لومړی ځل دی چې مونږ چمپینز ټرافي ته لاره موندلې، پخوا به مونږ دا لوبې یوازې پر ټلویزیون لیدلې، غواړو چمپینز ټرافي وګتو. “
شهیدي د دوو تمریناتي لوبو بایللو په اړه زیاته کړه، “چې لومړنۍ لوبه مونږ ښه ونه کړه، خو دویمه لوبه کې مونږ زیار ویسته، درې میاشتې مونږ پنځوس اوریزه لوبه نه و کړې، مونږ پر دې کوښښ کوو چې لوبو ته چمتو شو. “