هنر او ادب

نوبل جایزه نرګس محمدي ته ورکړل شوه

نرګس محمدي په ایران کې د ښځو او بشري حقونو فعاله ده او دا وخت د تهران په اوین زندان کې قید ده

د نوبل د سولې جایزه د جمعې په ورځ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۴) په ایران کې زنداني د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په خلاف د هغې د مبارزې په خاطر ورکړل شو.

دا ۵۱ کلنه فعاله او ژورنالسته په ایران کې د اجباري حجاب او مرګ د سزا پر ضد د مبارزې په خاطر څو ځله بندي شوې او د تیرو دوو لسیزو زیاتره موده یې په زندان کې تیره کړې ده.

نور ولولئ: محبوبه سراج د سولې د نوبل جایزې ته نومانده ده

محمدي “د بشري حقونو د مدافعینو د مرکز” مرستیاله ده چې د بشري حقونو د ایرانۍ وکیلې شیرین عبادي لخوا تاسیس شوی دی. شیرین عبادي هم په ۲۰۰۳ کې د نوبل د سولې جایزه ګټلې وه.

پر ایران کې د ظلم پر وړاندې د هغې مبارزه

د ناروي په پایتخت اوسلو کې د نوبل جایزو د کمیټې مشرې بیریټ ریس انډرسن وویل، محمدي ته “په ایران کې پر ښځو د ظلم او د بشري حقونو او د ټولو لپاره د ازادۍ د ودې لپاره د هغې د مبارزې په خاطر ” جایزه ورکړل شوه.

ریس انډرسن زیاته کړه: “د هغې زړورې مبارزې هغه په خطر کې اچولې ده. [د ایران] رژیم هغه په مجموعي ډول ۱۳ ځله نیولې، پنځه ځله یې محکومه کړې او ورته یې په مجموعي ډول د ۳۱ کلونو بند او ۱۵۴ دورو سزه ورکړې ده.”

نور ولولئ: د کرونا ضد واکسین جوړونکو د نوبل جایزه وګټله

ریس انډرسن له دې اعلان وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې، له زندان څخه د محمدي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغې وويل: “که ايراني چارواکي سمه پرېکړه وکړي، نو هغه به خوشې کړي. ترڅو هغه د دې وياړ د ترلاسه کولو لپاره حاضره وي، چې موږ يې هيله لرو.”

د مهسا امیني وژنه او د خلکو غبرګون

نرګس محمدي ته د سولې نوبل جایزه یو کال وروسته له هغه ورکړل شو ، چې یوه ۲۲ کلنه ایرانۍ کردۍ مېرمن مهسا امیني د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د ایران د ګشت او ارشاد پولیسو له خوا د حجاب د نه مراعتولو په تور ونیول شوه او درې ورځې وروسته په زندان کې مړه شوه. عیني شاهدانو ویلي چې ایراني چارواکو لخوا د مهسا امیني فریکي وهل او ټکول، د هغه د مړینې شوې دی، هغه تور چې ایراني چارواکو رد کړی دی.

د مهسا امیني مړینه په ټول ایران کې د پراخو اعتراضونو لامل شوه، او په دغه هېواد کې مخ په زیاتېدونکې توګه ښځو د حجاب له اغوستلو ډډه وکړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button