نوراحمد لکڼوال د الماسو غمی او د سيپيایل لیګ غوره بالر
![afghan 2024 10 07t145106.469](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2024/10/Afghan-2024-10-07T145106.469-780x470.jpg)
نوراحمد لکڼوال د سيپياېل لیګ سیالیو کې تر ټولو غوره بالر بلل شوی دی
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځوان او پیاوړی ورو توپاچونکی نوراحمد لکڼوال د ویسټانډیز کرېکټ غوره لیګ (سيپياېل) په سیالیو کې د ښې ځلېدنې په پار د دغه لیګ غوره لوبغاړی نومول شوی دی.
کرېکټانفو دوشنبه د تلې پر ۱۶مه ویلي چې نور د سيپياېل په ټولو سیالیو کې ترټولو ډېرې ۲۲ ویکټې اخیستي او د دغه لیګ د غوره لوبغاړي جازه یې ترلاسه کړې ده.
د نوراحمد لکڼوال غوره بالینګ
په «کوه نور» مشهور افغان لوبغاړي په وروستۍ لوبه کې هم د سېنټلوشیا کېنګز لوبډلې لپاره په څلور اورونو کې ۱۹ منډو ورکړي او درې لوبغاړي اوټ کړي چې په دې سره یې خپله لوبډله تر اتلولۍ رسولې ده.
بل خوا په توپوهنه کې بیا روسټن چېس په ۲۲ توپونو د ۳۹ ناسوځېدلو منډو سربېره، یوه وېکټه هم اخیستي او د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی دی.
دا لومړنی ځل دی چې سېنټلوشیا کېنګز لوبډله د سيپياېل ۱۲م پړاو سیالیو کې اتلولي ترلاسه کوي چې نوراحمد لکڼوال د دې ستر بري یو مهم لوبغاړی اعلان شوی دی.
لکڼوال د افغان کرېکټ ملي لوبډلې هغه ځوان لوبغاړی دی چې په ډېره لنډه موده کې ښه ځلېدلی او د ګڼ شمېر نړیوالو لیګونو پام یې ځان ته را اړولی دی.
نوراحمد لکڼوال په ۲۰۲۳ کال کې
د ۲۰۲۳م. کال ای. پي. ایل. په دې خوندور بلل کېږي چې افغان لوبغاړي په کې وځلېدل
نور ولولئ: راشد خان ای پي ایل کې د ډېرو ویکټو اخیستو ریګارډ خپل کړ
نور ولولئ: راشد خان ولې له بېګباش سیالیو بهر کړی شو
په دغه ای پي اېل يا د هند کرېکټ غوره ليګ کې د نورو کلونو په څېر دا ځل هم افغان لوبغاړي ښه وځلېدل، خو يوه ځوان لوبغاړي نور احمد لکڼوال تر نورو ډېر د نړيوالو پام ځان ته ور واړاوه.
۱۸ کلن نور احمد لکڼوال، چې هندي مينه وال يې “کوه نور” بولي د ګوجرات ټايټنز لوبډلې لپاره لوبېږي او د يادې لوبډلې په برياوو کې يې د بل افغان لوبغاړي راشد خان تر څنګ ډېر مهم رول درلود.
د ګوجرات لوبډلې کپتان هاردېک پانډيا وايي، لکڼوال کم عمره دی، خو تکړه دی او ډېر توپ وهونکي يې بال نشي لوبولی.
نوموړی وايي، “راشد خان او نور احمد دواړه په يوه ژبه [پښتو] خبرې کوي. له راشد پرته بل غوره څوک نشته چې نور ته لارښوونه وکړي. دوی ښه پوهېږي چې څه وکړي، که اړتيا وي زه ورسره خبرې کوم خو ډېری وخت دوی پوهېږي چې څه وکړي.”
ځينې بيا وايي نور احمد له دې امله هم بريالی دی چې له راشد خان سره په يوه ټيم کې لوبېږي. نور احمد خپله هم وايي، له راشد يې ډېر څه زده کړي دي.
نوموړي د يوې مرکې په ترڅ کې د دې يادونه کړې او وايي، “له تېر يوه کال راهيسې له راشد خان سره کار کوم، په ګوجرات لوبډله کې ورسره يم او ډېر څه مې ترې زدکړي.”
د نور احمد په وينا، “کله مې چې د راشد خان بالېنګ ولېد ډېر ترې متاثره شوم او بيا ما هم غوښتل چې د ده په څېر بالر شم.”
راشد خان بيا نور احمد داسې لوبغاړی بولي چې تل هڅه کوي يو څه نوي زدکړي. دی وايي نور احمد فرصت تر لاسه کړ او د ګوجرات په لوبډله کې يې خپله وړتيا ثابته کړه.
د راشد خان په وينا، نور احمد د روغتيا او فېټنېس خيال ساتي او د هرې لوبې په تېرېدو سره ښه کېږي.
ګوجرات لوبډلې نور احمد لکڼوال په درې ميليونه هندۍ روپيو چې شاوخوا ۳۵ زره امريکايي ډالره کېږي پېرلی و. سږ کال يې د ای پي اېل په ۱۳ لوبو کې برخه لرله او ټولې ۱۶ وېکټې يې واخيستې.