سپورټ

نوراحمد لکڼوال د ۲۰۲۵ کال ای پي ایل کې تراوسه تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی دی

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د هند په شل اوریز سوداګریز لیګ(ای‌پي‌ایل) کې افغان ورو توپ اچوونکی نور احمد غوره ځلېدلی او د نورو لوبغاړو په پرتله زیاتې ویکټې اخیستې دي.

ای‌پي‌ایل کې تر دې دمه ۱۱ لوبې ترسره شوې دي. ترټولو ډېرې ویکټې افغان ورو توپ اچوونکي نور احمد ترلاسه کړې دي.

له نور ترڅنګ د تر ټولو زیاتې منډو په کیست کې بیا د ویسټ اینډیزي لوبغاړي نیکولاس پورن اول مقام کې ځی کې دی.

نور احمد چې په سږني پړاو ای‌پي‌ایل کې له چینای لوبډلې سره لوبېږي په یوازې درې لوبو کې یې ۹ ویکټې ترلاسه کړې دي او له ټولو توپ اچوونکو څخه مخکښ دی.

د زیاتو منډو جوړوونکو په ډله کې بیا نیکولاس پورن په یوازې دوه لوبو کې ۱۱۴ منډې جوړې کړې دي.

له دې سره نور د هندي مبصرين پام ځانته اړولی او په اړه یې وايي: «په نوراحمد لکڼوال چې کوم توپ وهونکی د شپږیزې، څلوريزې او په ټوله کې د شاټ هڅه کوي نو سل سلنه د ويکټ ورکولو وېره او احتمال شته.»

د یادولو وړ ده، چې د ای‌پي‌اېل لوبو په لړ کې ۱۲مه لوبه نن ماښام ۶ نیمې بجې د ممبي او کلکتې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د کلکتې لوبډلې په ګټه افغان لوبغاړی رحمان‌الله ګربز او په ممبي لوبډلې کې مجیب‌الرحمان لوبېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button