لوبې

نور احمد: د ګجرات له کورنۍ او راشد سره یوځای کېدو ته ډېر خوښ یم

د افغانستان د نولس کلنې لوبډلې کم عمره لوبغاړی نور احمد لکڼوال یوه ورځ په لومړي ځل د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) کې واخیستل شو، چې هغه د ای پي ایل تر ټولو کم عمره لوبغاړی هم دی.

نوموړی، چې اوسمهال د اولس کلونو په عمر دی او د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې سره لوبېږي، آی پي ایل ته په اخیستلو کېدو ډېر خوښ دی.

نوموړي پر خپل فیسبوک اکونټ یو پوسټ کړی، چې په هغې کې یې لیکلي دي، چې د ګجرات ټایټنس کورنۍ او راشد خان سره په یوځای کېدو ډېر خوښ دی او انتظار نشي کولی.

نور یی ولوله | آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

نور احمد لکڼوال له ټولو ملګرو او هیوادوالو مننه او قدرداني کړی، چې هغه ته یې په دې ستره خوشحالۍ مبارکیاني ورکړي او پیغامونه یې ور استولي دي.

د ویلو ده چې لکڼوال د ګجرات ټایټنس لوبډلې لخوا په ۳۰ لکه هندي کلدارو واخیستل شو، چې له همدغه لوبډلې سره افغان لوبغاړی راشد خان هم لوبېږي، چې له بولۍ څخه مخکې اخیستل شوی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button