لوبې خبرونه

نور احمد لکڼوال که د الماسو غمی؟

د ۲۰۲۳م. کال ای. پي. ایل. په دې خوندور بلل کېږي چې افغان لوبغاړي په کې وځلېدل

په سږني ای پي اېل يا د هند کرېکټ غوره ليګ کې د نورو کلونو په څېر دا ځل هم افغان لوبغاړي ښه وځلېدل، خو يوه ځوان لوبغاړي نور احمد لکڼوال تر نورو ډېر د نړيوالو پام ځان ته ور واړاوه.

۱۸ کلن نور احمد لکڼوال، چې هندي مينه وال يې “کوه نور” بولي د ګوجرات ټايټنز لوبډلې لپاره لوبېږي او د يادې لوبډلې په برياوو کې يې د بل افغان لوبغاړي راشد خان تر څنګ ډېر مهم رول درلود.

نور ولولئ: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سريلانکا ته ولاړه

د ګوجرات لوبډلې کپتان هاردېک پانډيا وايي، لکڼوال کم عمره دی، خو تکړه دی او ډېر توپ وهونکي يې بال نشي لوبولی.

نوموړی وايي، “راشد خان او نور احمد دواړه په يوه ژبه [پښتو] خبرې کوي. له راشد پرته بل غوره څوک نشته چې نور ته لارښوونه وکړي. دوی ښه پوهېږي چې څه وکړي، که اړتيا وي زه ورسره خبرې کوم خو ډېری وخت دوی پوهېږي چې څه وکړي.”

ځينې بيا وايي نور احمد له دې امله هم بريالی دی چې له راشد خان سره په يوه ټيم کې لوبېږي. نور احمد خپله هم وايي، له راشد يې ډېر څه زده کړي دي.

نوراحمد لکڼوال په خپله اقرار کوي

نوموړي د يوې مرکې په ترڅ کې د دې يادونه کړې او وايي، “له تېر يوه کال راهيسې له راشد خان سره کار کوم، په ګوجرات لوبډله کې ورسره يم او ډېر څه مې ترې زدکړي.”

د نور احمد په وينا، “کله مې چې د راشد خان بالېنګ ولېد ډېر ترې متاثره شوم او بيا ما هم غوښتل چې د ده په څېر بالر شم.”

راشد خان د نور احمد ستاینه کوي

راشد خان بيا نور احمد داسې لوبغاړی بولي چې تل هڅه کوي يو څه نوي زدکړي. دی وايي نور احمد فرصت تر لاسه کړ او د ګوجرات په لوبډله کې يې خپله وړتيا ثابته کړه.

د راشد خان په وينا، نور احمد د روغتيا او فېټنېس خيال ساتي او د هرې لوبې په تېرېدو سره ښه کېږي.

ګوجرات لوبډلې نور احمد لکڼوال په درې ميليونه هندۍ روپيو چې شاوخوا ۳۵ زره امريکايي ډالره کېږي پېرلی و. سږ کال يې د ای پي اېل په ۱۳ لوبو کې برخه لرله او ټولې ۱۶ وېکټې يې واخيستې.

نور احمد د ای پي اېل تر څنګ په نورو ليګونو کې هم لوېدلی دی. دی تر ټولو کمکی لوبغاړی و چې د استراليا په بېګ بش سياليو کې ولوبېد او هلته يې هم ښې لاسته راوړنې يې ولرلې.

نوموړي د پاکستان په سوپر ليګ کې له کوټې ګلډيېټرز او کراچۍ کېنګز لوبډلې سره لوبېدلی. د بېګ باش سياليو کې د مېلبورن رېنېګېډ او کرابين ليګ کې د سېنټ لوشيا کېنګز د لوبډلې برخه و.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي هيله من دي چې نور احمد به په ای پي اېل کې لا ښه شي.

د راشد خان ترڅنګ فضل الحق فاروقي له سنرايزر حیدراباد، نوين الحق له لکنو سوپر جاينټس او رحمان الله ګوربز له کلکته نايټ رايډرز سره لوبېدل چې هر يوه مهمې لاسته راوړنې لرلې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button