نوي څېړنه وايي، مصنوعي زبر ذهانت بشریت له منځه وړلی شي
اړوند خبر:
ایا مصنوعي ذهانت به د بشر د له منځه وړلو سبب شي؟
د امریکا د مصنوعي ذهانت د تکنالوژۍ دوو څېړونکو، ایلیا زودکوفسکي او نیت سورېز، په خپل نوي کتاب کې خبرداری ورکړی چې د مصنوعي زبر ذهانت (Superintelligent AI) پراختیا کولای شي بشریت له منځه یوسي.
د دوی کتاب «که څوک یې جوړ کړي، ټول به مړه شو: ولې تر انسان پرختللې مصنوعي ځيرکتیا به موږ ټول له منځه یوسي» نومېږي چې په وروستیو کې له چاپه راوتلی دی. په دې کتاب کې ویل شوي چې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ پرمختګ ډېر په چټکۍ روان دی، خو د کنترول او خوندیتوب لپاره یې لازم اقدامات نه دي شوي.
زودکوفسکي له اېبيسينیوز سره په مرکه کې وویل: «موږ یوازې کتاب نه دی لیکلی، نور ډېر کارونه مو کړي دي. ځکه که هڅه کوئ د بشریت ر بشپړې تباهۍ مخه ونیسئ، باید هر څه چې ستاسې له وسه کېږي ترسره کړئ.»
مصنوعي زبرځیرک یا سوپرانتلجنس اې آی هغه ډول پرمختللی ذهانت دی چې وړتیاوې به یې تر انسان لوړې وي. د ده په وینا، ځینې شرکتونه باور لري چې دا ډول سیستمونه ښایي په راتلونکو دوو یا دریو کلونو کې جوړ شي، خو په بشپړه توګه نه پوهېږي چې کوم خطرونه رامنځته کوي.
د کتاب بل لیکوال، سورېز، ویلي چې اوسني چټباټونه یوازې لومړني ګامونه دي او شرکتونه هڅه کوي ډېر ځیرک وسایل جوړ کړي. دی وايي چې د معاصرو مصنوعي ځيرکتیايي سیستمونو ځانګړنه دا ده چې «روزل کېږي» نه دا چې په دودیز ډول کوډ شي، له همدې امله یې کنترول ډېر سخت دی. «کله چې دغه سیستمونه غیرمنتظره چلند کوي، پراختیا ورکوونکي نه شي کولای یوازې کوډ اصلاح کړي.»
هغه د بېلګې په توګه یادونه وکړه چې یو AI چټباټ د نیویارک ټایمز یو خبریال ګواښلی و، او همداراز د باجاخیستنې په قضیو کې د دې ټکنالوژۍ د کارونې راپورونه ورکړل شوي دي. سورېز وویل: «دغه چلندونه د AI د روزنې له طبیعت څخه راولاړېږي، نه دا چې قصداً پروګرام شي.»
پوهان د زبر مصنوعي ځيرکتیا د پراختیا د بشپړه درولو غوښتنه کوي. زودکوفسکي ټینګار وکړ: «زه فکر نه کوم څوک دې وغواړي د داسې څه پر وړاندې د تعامل پلان جوړ کړي چې تر انسانانو زیات هوښیار وي. دا یو احمقانه پلان دی.»