نوي ډهلي افغانستان ته د سي پیک له پراخېدو سره مخالفت وکړ

اړوند خبرونه:
د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون
په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې
هند د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د پراخېدو محالفت وکړ او هغه یې «نه منونکی» اقدام وباله.
د هند د بهرنیو چارو د دولت وزیر کیرتي وردهن سنګ دا دریځ د خپل هیواد پارلمان ته په رسمي بیان کې څرګند کړ. نوموړي وویل، حکومت د مې په ۲۱ مه نېټه په پیکینګ کې د چین، پاکستان او افغانستان له درېاړخیزې غونډې خبر دی، چې په لړ کې یې د سیمهییزې همکارۍ، په ځانګړي ډول د لارو په اړه خبرې وشوې.
هغه زیاته کړه:«حکومت په پرلهپسې ډول له اړوندو خواوو سره خپل اعتراض شریک کړی چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) له هغو برخو تېرېږي چې د هند د لداخ او جمو و کشمیر د قلمرو برخې دي، او دا سیمې پاکستان په غیرقانوني ډول اشغال کړې دي. دا پروژه یو کمربند، یو سړک نومېږي، خو موږ پرې اعتراض کړی او له هغوی مو غوښتي چې دا فعالیتونه ودروي.»
هغه همداراز وویل:«د درېیمو هېوادونو د ګډون یا د دغه دهلېز د پراخېدو هر ډول وړاندیز هم د منلو نه دی. حکومت دا دریځ تل ټولو اړخونو ته څرګند کړی دی.»
CPEC د چین د “یو کمربند، یوه لار” (Belt and Road Initiative – BRI) سترې پروژې یوه مرکزي برخه ده، چې له مخې یې پیکېنګ له پاکستان سره د اساسي پروژو لپاره تر ۶۰ میلیاردو ډالرو د ډېرې مرستې ژمنه کړې، چې ډېره برخه یې د پورونو په بڼه ده.
په مې میاشت کې د پیکینګ په غونډه کې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو خپل تمایل څرګند کړ چې درېاړخیزه همکاریو ته لا پراختیا ورکړي، په ځانګړې ډول د اقتصادي یوځایوالي او اتصال په برخو کې. چین څرګنده کړې چې غواړي CPEC افغانستان ته هم وغځوي، څو د دغه جګړه ځپلي هېواد د بیا رغونې او پراختیا هڅو ته پراخ ملاتړ برابر شي.