سپورټ

نوین الحق بېرته په افغان لوبډله کې د پاکستان پر وړاندې

اړوند خبرونه:

ویرات کوهلي او نوین الحق د شخړې له کبله جریمه شوي

نوین الحق له نړیوال او ډي ای وروسته یو ورځینۍ لوبې پرېږدي

د افغانستان کرکټ بورډ نن یکشنبه د ۲۰۲۵ کال اسیا جام او د درې اړخیزو سیالیو لپاره لوبډله په ډاګه کړه، چې پکې له اوږدې مودې وروسته د نوین الحق نوم لیدل کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن(یکشنبه، د اګسټ ۲۴مه) ویلي، د روان ۲۰۲۵ کال د شل اوریز اسیا جام سیالیو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې ۲۰ کسیز نوملړ کې یې ۱۷ لوبغاړي په عمومي او ۳ لوبغاړي په احتیاطي نوملړ کې ځای پرځای کړي دي.

په دغه نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر ورسره رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، درویش رسولي، صدیق اتل، کریم جنت، عضمت‌الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، محمد اسحاق، شرف‌الدین اشرف، مجیب ځدران، الله‌محمد غضنفر، نور احمد، نوین الحق، فضل‌حق فاروقي او فریداحمد ملک شامل دي.

په دغه نوملړ کې د نوین الحق نوم هم لیدل کېږي. ه نوین به له اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا د لوبډلې برخه وي

افغان لوبغاړي نوین الحق له دې وړاندې له پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو څخه تقاعد کړی دی، او یوازې په شل اوریزو لوبو کې لوبېږي.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام به د اته لوبډلو په ګډون په متحده اماراتو کې په سپټمبر کې پیل شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button