نړیوال خبرونه

نړیوالې امنیت شورا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر ته هم اجازه ورکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سراج الدین حقاني ته اجازه ورکړه چې اماراتو ته دویم سفر هم وکړي

سراج الدین حقاني او د طالب رژیم نور چارواکي د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي چې د نورو بندیزونو تر څنګ په دوی باندې د سفر بندیزونه هم شته دي او د امنیت شورا له پرېکړه او اجازې پرته نه شي کولی تر څو نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

خو تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړل شوي ده.

امنیت او پخلاینې سرمشریزه کې ګډون

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني به په متحده عربي اماراتو کې د امنیت او پخلاینې په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د حقاني د سفر په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، چې حقاني ته د «امنیت او پخلاینې په سرمشریزه» کې د ګډون لپاره د سرطان له لومړۍ څخه تر ۵مې پورې معافیت ورکړل شوی دی. طالبانو او متحده عربي اماراتو د حقاني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

نور ولولئ: د افغانستان په تړاو د دوحې غونډې ته د حامد کرزي ګونګ پیغام

نور ولولئ: طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، ابوظبۍ ته د حقاني د سفر موخه “د سیمه ییز امنیت، ثبات او پخلاینې په اړه په غونډو کې ګډون” دی.

afghan (82)
ابو ظبۍ

طالب چارواکو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سراج الدین حقاني او درېیو نورو طالب چارواکو ته اجازه ورکړې وه، چې د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

دا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر دی.

دغه سفر د امریکا له خوا انتقادونه راپارولي، چې په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور یې د حقاني د نیولو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي وو، چې د طالبانو پر وړاندې نړۍوال بندیزونه عملي کړي او د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې څخه معافیت تر لاسه کړي.

په طالب رژیم کې سراج الدین حقاني د یوه محبوب او دغه ډلې ته نږدې کس پېژندل کېږي.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته د ښاغلي حقاني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button