ټکنالوجي

نړیوالې فضا ته د لومړنۍ سعودۍ ستورمزلې ریانه برناوي سفر

د یکشنبې په ورځ د مې مياشتې په ۲۱مه د ریانة برناوي په نامه یوه سعودۍ فضا ته ولاړه او په دې لس ورځني علمي ماموریت کې به په نړیواله فضايي اډه کې څېړنې کوي

تر دې وړاندې دوه نور سعودیان فضا ته ختلي وو خو دا لومړنۍ سعودي مېشته ميرمنه ده چې فضا ته سفر کوي.

د سعودي دا ستورمزلي امریکا کې د فالکون ۹ توغندي او ډراګون فضايي بېړۍ پروګرام کې فضا ته روان دي.

نور ولولئ: ريانا لومړنۍ سعودۍ ښځه ده چې فضا ته سفر کوي

ریانه لومړنۍ سعودۍ ده چې فضا ته الوځي. هغه د خپل عمر دریمه لسیزه کې ده چې ریاض الفیصل پوهنتون کې یې طبي علومو کې ماسټري کړې ده.‌

ريانة برناوي په سرطاني ژونکو کې نهه کاله څېړنه هم کړې ده او فضا کې به خپلې طبي او چاپېریالي څېړنې هم کوي.

د سعودي دا ستورمزلي په وینه کې د بیولوژیکي نښو د بدلون په باب هم څېړنه کوي

برناوي به له یوه بل سعودي جنګي پیلوټ علي القرني سره هم فضا کې یوځای شي. القرني د پیلوټۍ ۱۲ کاله تجربه لري او ټول ټال یې تر ۲۳۰۰ ساعتونو ډېرې الوتنې کړې دي.

نور ولولئ: فضا ته د تر ټولو ځواکمن فضايي راکټ استول ځنډېدلي

دوی به د کوچنۍ جاذبې چاپېریال کې ساینسي څېړنې کوي چې دا په نړۍ کې د روغتیايي او چاپېریالي څېړنو په باب یو ډول نوې څېړنې ګڼل کېږي.

سعودي مخکې هم فضا ته د مریم فردوس او علي الغامدي په نامه دوه تنه استولي

سعوودي تر متحده عربي اماراتو وروسته دویم عربي هېواد دی چې فضا ته خپل کسان استوي.

متحده عربي اماراتو د سلطان النیادي په نوم پخپله لومړني اوږدمهاله فضايي ماموریت کې له ناسا او سپېس اېکس سره په همکارۍ فضا ته استولی دی.

نور ولولئ: څلور ستور مزلي فضا کې د پنځو میاشتو تېرولو وروسته ځمکې ته راکوز شول

اماراتۍ نورا المطروشي لومړنۍ اماراتۍ او عربه ده چې له نړیوالو ستورمزلو سره یوځای شوې ده.

د نورو سياسي او علمي پرمختګونو سره-سره سعودي عربستان غواړي په فضايي چارو کې هم مخ پر وړاندې لاړ شي.

فضايي سفرونه تر ډېره له ننګونو ډک وي او ډیری ميرمنې زړه نه ښه کوي چې فضايي سفرونه وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button