تجارت خبرونه

نړیوال بانک د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ۲۸۰ میلیونه ډالر مرستندویه ادارو ته سپاری

  افغانستان  افغانستان

نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ څخه  ۲۸۰ میلیونه ډالر مرستندویه ادارو ته ورکوي چی  نړیوال بانک په افغانستان کې د بشري کړکیچ مخنیوي لپاره یو شمېر مرستندویه ادارو ته د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ څخه  ۲۸۰ میلیونو ډالر ورکوي.

د رویټرز خبري اژانس په رپور  کې د دوو سرچینو  ویلی چی  د دې ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرستې لپاره دوه مرستندویه ادارې غوره شوې. رپور کې  د خوړو نړیوال پروګرام او د کوچنیانو  ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق یونېسف  هغه ادارې دي‌ چې دا مرسته به لاسته راوړی. خو یادو ادارو ته به د دې پانګې له ورکړې څخه وړاندی  د افغانستان بیا رغاونې صندوق  اې ار ټي ایف  چې کنټرول د نړیوال بانک په واک کې لری  له ۳۰ بسپنه ورکوونکو اجازه اخیستل کېږي  چې امریکا د دې پرواګرام تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی هېواد دی.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

د رویټرز په رپور  کې د نړیوال بانک سرچینو په اړه  ویلی چی  بسپنه ورکوونکي به په دې تړاو  د جمعې پر ورځ غونډه کوي. له دې وړاندی  سرچېنې رویټرز ته ویلي چی  د دې صندوق له یو نیم میلیارد ډالرو کنګل شوې پانګې څخه د مرستندویانو ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو ورکولو پر موضوع  د نړیوال بانک بورډ مسوولینو د پنجشنبې پر ورځ غیر رسمي غونډه  کی خبره  کړې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه ادارو له دې وړاندی  خبرداری ورکړی چې سږ کال  ژمی به په افغانستان کې میلیونونه وګړی  له سختې لوږې سره مخامخ  شي.

د طالبانو له واکمنۍ څخه  وروسته د افغانستان میلیاردونه ډالره دولتي شتمنۍ د امریکا او اروپایي ټولنې له اړخ  کنګل شوې او له افغانستان سره د نړیوالو مالي ادارو مرستې په ځای درېدلې. اوس نړیواله ټولنه داسې وېره ښکاره کړی.

  چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانستان کې بیوزلي او په ځانګړي توګه خورا  لوږه ډېره شي. بل لور د امریکايي بندیزونو له امله  افغانستان ته د نغدو پېسو لېږلو او کارولو لړ کې لوی ستونزې هم پر ځای پاتې دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button