تجارت خبرونهټکنالوجي

نړیوال بانک په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د بیا پیل لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کوي

نړیوال بانک خبر ورکړی چې کاسا-۱۰۰۰ پروژې ته ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کوي، خو د طالبانو لاس ته به نه لوېږي

د نړیوال بانک اجرايي بورډ د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۶) له افغانانو سره د خپلو اړیکو په اړه یوه نوې کړنلاره تصویب کړه، چې ممکن په اساس یې افغانستان ته ۳۰۰ میلیون ډالر نوې بودیجه چمتو شي.

له افغانستان سره د نړیوال بانک دا تعامل د دغه بانک «۳. کړنلاره» نومېږي چې ورسره به د کاسا-۱۰۰۰ پروژه هم پیل شي. د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته په دې پروژې باندې کار بند شوی.

د نړیوال بانک یو ویاند فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې د اجرايي بورډ له تائید وروسته به د ۳۰۰ میلیون ډالرو دا مرسته په ۱۵ میاشتو کې د «نړیوال پراختیايي ټولنې» له لورې افغانستان ته ورکړل شي. دا ټولنه بې وزلو هېوادونو ته د نړیوال بانک د پور ورکونې څانګه ده.

world bank1
کاسا-۱۰۰۰ پروژه کې د برښنا لېږد

دا مرسته به د چا لخوا افغانستان ته انتقالېږي؟

نړیوال بانک ویلي دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له لوري افغانستان ته انتقالېږي. بانک په یوې اعلامیې کې ویلي چې «دا پېسې به د طالبانو د موقتې ادارې له کنترول څخه د باندې د ټولو هغو ابتدايي خدمتونو او په ځانګړي ډول د هغو خدمتونو، چې ښځو ته یې ګټه رسي، ملا وتړي.»

نړیوال بانک نن پنجشنبه فبروري ۱۵ (سلواغه۲۶) د کاسا-۱۰۰۰ پاکې انرژۍ پروژې بیا پيل کېدل تصویب کړل. په دغې پروژې کې افغانستان، تاجیکستان، قرغیزستان او پاکستان دي.

نور ولولئ: نړیوال بانک: که طالبان وغواړي، د افغانستان اقتصاد سقوط نه کوي

نور ولولئ: افغانستان کې بېوزلي او د نړیوال بانک د جولای میاشتې رپوټ

نور ولولئ: نړیوال بانک : افغانستان لا هم د خوراک قلت سره مخ دی

نړیوال بانک وايي چې د دغې پروژې د بیا پیل کېدو چارې په دریو نورو دخېلو هېوادونو کې هم په بشپړېدو دي او هغوی په افغانستان کې د دغې پروژې د پیل کېدو غوښتونکي دي چې د دې خطر مخه ونیول شي چې دا پروژه په یوې هېرې شوې زیرمې بدله نه شي.

د نړیوال بانګ پراختیايي ټولنه دغه پروژه مخکې وړي

د نړیوال بانک پراختیايي ټولنه به د دغې پروژې چارې مخې ته وړې او نړیوال بانک وایي د طالبانو حکومت به په کې مداخله نه کوي.

central asia and south asia casa 1000 power transit project proposed map 8
د کاسا-۱۰۰۰ پروژې نقشه

د افغانستان، قرغیزستان، تاجیکستان او پاکستان مشرانو د ۱۳۹۵هجري شمسي کال د ثور په میاشت کې په دوشنبې کې دا پروژه پرانیستله. د برېښنا د انتقال دا پروژه له قرغیزستان څخه تر پاکستان پورې ۱۲۲۷ کیلومتره اوږده ده، چې ۵۵۰ کیلومتره یې د افغانستان په شپږو ولایتونو تېرېږي.

افغانستان تمه لري چې د دغې پروژې له پلي کیدلو وروسته به د ۳۰۰ میګا واټه برېښنا ترلاسه کړي. د افغانستان د مخکني حکومت چارواکو تېنګار کاوه چې د کاسا- ۱۰۰۰ پروژه یوازې د بریښنا د انتقال ځانګړې پروژه نه ده چې له منځنۍ آسیا څخه افغانستان ته او جنوبي آسیا ته بریښنا انتقال کړي، بلکې دا یو پول دی، چې د دوو سیمو ملتونه او څلور هیوادونه سره نښلوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button