Uncategorized

نیدرلنډز سریلنکا او اندونیزیا ته لوټل شوې خزانې بېرته سپاري

سریلنکا او اندونیزیا ته هغه خزانې سپارل کې چې هالنډي پوځيانو لوټ کړې وه

نېدرلنډز هغه سلګونه ارزښتمن ارزښتمن هنري اثار اندونیزيا او شري لنکا ته بېرته ورکوي چې د دې هېوادونو مستعمره کېدو پر مهال ترې راوړل شوي وو.

په دې کې په ګرانه بیه ګاڼه سمبال یو توپ او له لومبوک نومې خزانې لوټل شوي اثار هم شامل دي. په یوه نوي رپوټ کې ویل شوي، که د دې هېوادونو حکومتونه وغواړي، نو دا اثار به بېرته ورته وسپارل شي.

د نېدرلنډ استعماري ماضي په تړاو د بحثونو او نیوکو له ډېرېدو وروسته د دې اثارو بېرته سپارلو پرېکړه شوې ده. د یادونې ده، چې په دا وروستیو کلونو کې ځینو نورو هېوادونو هم په تېر کې لوټل شوي اثار اړوند هېوادونو ته سپارلي دي.

د مشهورو هوکړو بېلګې

په دې کې تر ټولو مشهوره بېلګه د بریتانیا او جرمني له موزیمونو د دغسې اثارو بېرته ورکړې هوکړې دي. په دې کې د ژیړو هغه اثار هم شامل دي، چې په ۱۸۹۸ کال کې پر نایجریا د بریتانوي پوځ د یرغل پر مهال لوټ شوي وو.

نور ولولئ: کوه نور الماس

د نېدرلنډز کلتور وزیرې ګونای اوسلو په دې هکله وویل: ”دا لومړی ځل دی، موږ داسې اثار بېرته سپارو چې باید هېڅکله په نېدرلنډ کې نه وای. خو موږ یوازې اثار بېرته نه سپارو، بلکې موږ له اندونیزیا او شري لنکا سره په لا پراخه کچه د همکارۍ یوه نوي پړاو ته رسېږو. ”

په هغو اثارو کې چې نېدرلنډز یې بېرته اندونیزیا ته سپاري د (لومبوک) نوې خزانې هغه ګاڼې، ګران بیه ډبرې، غمي، سره او سپین زر هم شامل دي چې په ۱۸۹۴ کال کې د اندونیزيا پر لومبوک ټاپو د نېدرلنډ هغه مهال اشغالګر پوځ د یرغل پر مهال لوټ شوي وو.

د برونزو توپ او اشراف

د برونزو دا توپ هم چې فکر کېږي، د شري لنکا اشرافو تر منځ د ډالۍ په توګه تبادله شوی و.

شري لنکا ته بیا په ګاڼو پسولل شوی توپ بېرته ورکول کېږي چې په اتلسمه پېړۍ کې چمتو شوی، د امسټرډام په ریجسک موزیم کې ساتل کېږې او فکر کېږي چې ۱۷۴۰ کې د شري لنکا یوه اشرافي کس لخوا د کانډې پاچا ته ډالۍ شوی و.

بارو دا دی چې د هالنډیانو لاس ته دا توپ هغه مهال ولوېد چې په ۱۷۶۵ کال کې د دوی ځواکونو د شري لنکا پر کانډې پاچاهۍ برید وکړ.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button