ژوند

کوه نور الماس

پنځه زره کاله وړاندې د هندوستان يوه نامتو پهلوان چې د سوريا د خدايګوټي د لوی معبد څښتن او ساتونکی و، يو جادويي غنی درلود

دا غمی يې د دغه معبد په يوه ځانګړې برخه کې په خاص احترام او اهتمام اېښی و، ګڼ پوښونه پرې غوړیدلي وو. د عبادت په خاصو ورځو کې به ګڼ عبادت کوونکي راټول شول، په ځانګړو ځايونو کې به کښېناستل، له غمي نه به ورو ورو په خاصو مراسمو پوښونه لرې کېدل. د معبد دا غمی دوی ته يوه خدايي معجزه ښکارېده چې دغه معبد ته یې يوه خاصه سپيڅلتيا وربښلې وه او په ټاکلي وخت به د خلکو بهير دغه معبد ته رامات و.

دا د زرګونو کلونو غمی اوس د «کوه نور» په نامه بلل کېږي

له معبده غلا شو او تر غلا کېدو وروسته ډېر وخت د غلو په لاس کې پاتې شو او بيا يې د هندوستان د پاچايانو پر خزانو سر وردننه کړ، د پاچايانو د تاجونو ښکلا شو. د يوه پاچا تر مړينې وروسته به بل پاچا ته په ميراث پاتې شو او هغه نه بل ته‌. دا غمی یووشت سوه کاله وړاندې د هند د ‘اوبه اين’ نومي راجا په واک کې و او شاهي خزانه يې ښکلې کړې وه له ده نه په ده پسې راغلو پاچايانو ته پاتې شو.

د کوه نور غمی بيا وروسته د هند په شمال کې د ‘مالوه’ کورنۍ پاچا ته ورسېد او د شاهي خزانې ښکلا يې پرې زياته کړه.

کوه نور افغاني پاچايانو ته په لاس ورغی

په څلورمه هجري پيړۍ کې چې لودي پښتانه په هند کې خپلواکۍ ته ورسېدل؛ د کوه نور غمی هم له هندي پاچايانو نه دوی ته په ميراث پاتې شو او د سوريانو تر سقوط وروسته دا قيمتي غمی د ظهيرالدین بابر په مشرۍ د هندي مغولي پاچايانو خزانې ته ورسېد او د دوی تاجونه يې وځلول.

نور ولولئ: په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو نادر (تور الماس) د لومړي ځل د خلکو تر مخ کېښودل شول

له ظهيرالدین بابر نه دا غمی همايون ته ورسېد؛ له ده نه جلال الدين اکبر ته پاتې شو؛ له هغه نه شاه عالم ته ورسېد؛ بيا د جهانداد شاه لاس ته ورغی او تر ده وروسته محمد شاه ګورګاني د دې غمي خاوند شو. کله چې په ۱۱۵۲ هجري قمري کال ايراني نادر افشار پر هند بريد وکړ او د محمد شاه په دستار کې پټ غمی نادر افشار ته ورسېد.

د نادر افشار تر مړينې وروسته کوه نور الماس د نادر افشار ملکې احمد خان ته ډالۍ کړ. د احمد شاه بابا تر مړينې وروسته دغه غمی تيمور شاه او بيا يې نورو لمسيانو ته پاتې شو چې بلاخره د رنجيت سنګ لاس ته ورغی او له هغه ځايه انګريزانو انګلستان ته يوړو او اوس هم د هندوستان په ملي خزانه کې خوندي دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button