Uncategorizedلوبې خبرونه

نیوزیلنډ انګلنډ ته ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووتل

 متحده عربي امارات  متحده عربي امارات

د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیو زیلنډ له یوې  زړه پورې لوبېڅخه  وروسته انګلنډ ته په پنځو  لوبغاړو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېد . دویمه نیمه پایلوبه د پنجشنبې پر ورځ د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ کېدونکې ده، او ګټونکی به یې پایلوبه کې نیو زیلنډ سره مخ کېږي

د نننۍ لوبې پچه  نیوزیلنډ وګټله  او لومړی یې انګلنډ ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. انګلنډ خپلو شلو اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان، ۱۶۶ منډې وکړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه ، د انګلنډ له لوري معین علي تر ټولو ډېرې ۵۱ (ناسوځېدلی) منډې وکړې او ورسره ډېوډ ملان د ۴۱ منډو سره ښه لوبه وکړه. د نیو زیلنډ د پاڼۍ پیل ښه نه و او په لومړي اوور کې یې د مارک ګوپټېل او دریم اوور کې د کپتان ویلیمسن وسوځیدل. خو ډرېل مېچل او ډېوون کانووی ښه ملګرتیا وکړه او پای کې د جیمي نیشم ۲۷ چټکو منډو هم نیو زیلنډ ته بریا

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

کانووی ۴۶ منډې وکړې، خو ډرېل مېچل د خپلو ۷۲ منډو کولو سره  د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. د انګلنډ‌ لوبډلې توپوهونکي په دې سیالیو کې ښه ځلېدلي وو او اوپنر جاس بلټر لومړیو پنځو سیالیو کې ۲۴۰ منډې کړې .خو دا ځل په ۲۹ منډو وسوځیده. بله خوا د نیو زیلنډ توپ اچوونکي د تېرو لوبو په څېر ښه وځلېدل او د انګلنډ توپ وهونکي یې لوی هدف جوړولو ته پرې نه ښودل . یاده دې وي چې دا دواړه لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو کې هم مخامخ شوې وې،‌ او هغه مهال انګلنډ پایلوبه  وګټله .                  

د پنجشنبې پر ورځ به دویمه نیمه پایلوبه کې د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ هم سخته سیالي وي خو پاکستان د ځینو د طمعی  برعکس دې سیالیو کې ډېر ښه لوبه کړی  او خپلې ټولې لوبې یې ګټلې که څه هم پاکستان د هند او نیو زیلنډ په څېر پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې.                                                                          

خو اسټرالیا سره لوبه کې به له یو بل قوي لوبډلی دی  سره مخامخ کېږي دواړه پیاوړی لوبډلی هڅه کوی چی ښه لوبه وکړی او دا به د کرکټ تاریخ کی جالب نړیوال شل اوریز جام وی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button