هارون باچا د کرونا مخنیوي لپاره سندره زمزمه کړې ده.
د پښتونخوا د پښتو ژبې مکښ سندر غاړۍ هارون باچا هم د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره ښکلې سندره ویلې ده او له خلکو يې غوښتنه کړې ده، چې په خپلو کورونو کې کېنئ هغه دغه سندره د کو ر نه په یو ويډیو کې خپره کړې ده. .
هارون باچا د ډاکټر سیال شعرونه زمزمه کړي دي، تر څو خلکو ته دا پېغام ورکړي، چې د کورونا ويروس د مخنيوي په پار په کورونو کې کېني او ځان او خلک وساتي او د خلکو د ناروغۍ سبب نشي. .
د هغه دغه شعرونه په لاندې ډول ویلي دي.
زما قرار زما ټکور کېنه، يې مې د دواړو سترګو تور کېنه
لارې کوڅې د کورونو ډکې دي، زما لاليه په خپل کور کېنه
مخ ته دې واچوه يو ماسک د دعا، په جاينماز د خپلې مور کېنه
په خاموشۍ کې به زړه نه تنګوې، زړه له به زر راوړمه شور کېنه
د چين ماچين ښکلي يې رېز مرېز کړل، تا رانه يو نه سي ته کور کېنه
نوموړۍ همدا راز په خپلو خبرو کې بيا هم له خلکو غوښتنه کړې ده، چې حکومت او د روغتيا نړيوال سازمان کومې لارښوونې کوي، هغه ومنئ او په هغې عمل وکړئ. ځان وساتئ او له ژوند سره مينه وکړئ.
د یادونې وړ د چې هارون باچا د څو کلونو راهیسی په اروپا کې ژوند کوي. هغه سره د خپل فامیله په اروپا کې ژوند کوي نوموړۍ پاکستان پختونخوا ولایت دۍ. .