افغانستاناقتصاد او سوداګري

هرات کې لسو تولیدي شرکتونو په کار پیل وکړ

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ۱۰ نویو تولیدي شرکتونو د پرانستلو مراسم د هرات والي شېخ مولانا نور احمد اسلام‌جار، د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولانا احمد‌الله زاهد، یو شمېر دولتي چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو په شتون کې ترسره شول.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن (سه شنبه، د سپتمبر لومړۍ) د هرات د والي له قوله وویل چې دا فابریکې کولی شي سلګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او په پایله کې به سلګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو څخه وژغورل شي.

شېخ اسلام‌جار وايي چې په هرات کې د صنعت وده نه یوازې د دې ولایت لپاره، بلکې د هېواد لپاره هم د هیلو سرچینه ده.

په ورته وخت کې، د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد هرات په ملي کچه د تولید په برخه کې غوره وباله او ټینګار یې وکړ چې اقتصادي خپلواکي ترلاسه کول یوازې د کورني صنعت د ودې او ځان بسیاینې له لارې ممکن دي.

د هرات د صنایعو او کانونو د خونې مشر عبدالناصر امین هم وویل چې د ا.ا د واک ته رسېدو سره، د هرات په صنعتي ښار کې د فعالو فابریکو شمېر له ۱۲۰ څخه ۱۱۷۰ فابریکو ته لوړ شوی دی.

د یادولو ده چې په نویو پرانیستل شویو فابریکو کې د ارمین فارما درمل جوړونې شرکت، د وحید سهیل طبي توکو صنعتي او تولیدي شرکت، د میهان ممتاز غوښې او خوراکي محصولاتو شرکت، د ګلبهار خوراکي صنایعو شرکت، د دیان هرات د اوړو تولید شرکت، د بلال یوسف نظري د شیشې وړۍ تولید شرکت، او د نوید اسحاق د چودن جوړونې شرکت شامل دي، چې د هرات په صنعتي ښار کې یې د ۶۰ میلیون ډالرو څخه ډېرې پانګونې سره فعالیت پیل کړ.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button