نړیوال خبرونه

پاکستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، سږ کال پاکستان ته د افغانستان صادرات دوه برابره ډېر شوي.

د سوداګری خونه

د دې خونې رییس وایي، که د ډېورنډ کرښې په اوږو کې ستونزې حل شي؛ پاکستان ته به د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شي. د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس نقیب الله صافی وايي: «د تېر کال په نسبت باندې پاکستان ته زموږ صادرات دوه برابره شوي دي او همدارنګه د پاکستان نه هم افغانستان ته صادرات زیات شوي دي

نور یی ولوله | مجاهد : ډېر ژر به د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانستل شي

نور یی ولوله | د اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره د یوناما د نوې رییسې لیده کاته شوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه

بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، له افغانستانه پاکستان ته تر ډېره تازه میوه، سابه، شوکاڼې او د ډبرو سکاره صادرېږي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «په پاکستان کې اوس‌مهال مېوې او ترکاري ته په تېره کچال، پیازو او رومیانو ته اړتیا ده. موږ هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ کانټېنره سبزي او مېوه صادروو

سوداګر زلمی عظیمي وايي: «دا چې پاکستان څومره د افغانستان په تجارت کې نقش لري، دا خو واقعیت خبره ده چې پاکستان تل د افغانستان تجارت په عرصه کې دوګانه برخورد کوي. 

د سود اګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې د ۲۰۲۲ کال له پېلېدو راهیسې افغانستان پاکستان ته ۶۵۰ مېلیون ډالره صادرات لرلي چې د تېر کال د ورته وخت پرتله درې سوه مېلیون ډالره زیاتوالی ښيي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button