ژوندسات تيري

هغه لس هېوادونه چې په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې يې ډېر ميلياردران درلودل

په دې وروستيو کې په ځانګړی توګه له شلمې پيړۍ راوروسته چې د نړۍ په اقتصادي نظام د ليبرالي سيستم حاکم شو، په نړۍ کې د ميلياردرانو تعداد او کميت په ډېرېدو شو چې نن موږ هغه لس هېوادونه در پيژنو چې په روان ميلادي کال کې يې ډېر ميليادران درلودل

۱- د امريکا متحده ايالات:

په روان ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د امريکا متحده ايالات تر نورو ټولو هېوادونو ډېر ميلياردران لري. امريکا متحده ايالات په ۷۳۵ ميلياردرانو په لرلو سره د نړۍ هېوادونو د لېست په سر کې ځای لري.

۲- چين:

د چين هېواد د ۴۹۵ ميلياردرانو په لرلو سره دويم ځای لري. چين اوس په نړۍ کې دويم اقتصادي ځای لري، چې له امريکا وروسته دی. په ميلياردرانو کې هم اوس دوی دويم ځای خپل کړی دی.

۳- هندوستان:

هندوستان د ډېرو ميلياردرانو لرلو په لېست کې دريم ځای خپل کړی دی، هندوستان د ۱۶۹ ميلياردرانو په لرلو سره دريم ځای خپل کړی دی. په دې وروستيو کې د هندوستان اقتصادي وده په خورا چټکۍ مخ په وړاندې ځي او اوس د نړۍ پنځم اقتصادي ځواک دی.

۴- آلمان:

آلمان هېواد د ډېرو ميلياردرانو درلودونکو هېوادونو په لېست کې سږ کال ځلورم ځای لري، آلمان د ۱۲۶ ميلياردرانو په درلودلو سره څلورم ځای خپل کړی دی. د آلمان هېواد زياتره اقتصادي منابع له دويم نړيوال جنګ وروسته په آبادۍ جوړولو لګيږي خو په اوس وخت کې د اقتصادي ځواک کېدلو پر لور چټک مزل کوي.

۵- روسيه:

روسيه هېواد د ډېرو ميلياردرانو لرلو په پنځم مقام کې دی. نوموړی هیواد دا مهال ۱۰۵ ميلياردران لري. د روسیې زياتره منابع په نظامي قوتونو لګيږي او نورو چارو ته يې د حکومت چندان پام نه دی.

۶- هانګ کانګ:

د هانګ کانګ هېواد بيا د ډېرو ميلياردرانو لرلو په لېست کې شپږم ځای لري چې هانګ کانګ ۶۶ ميلياردران لري. د هانګ کانګ هيواد ته د جنوبي آسيا پړانګ ويل کيږي ځکه دوی په ډېرې چټکۍ سره اقتصادي وده وکړه او د دريمې نړۍ نه لومړۍ نړۍ هېواد شو.

نور ولولئ: هغه هیوادونه وپیژنئ چې تر ټولو ارزان انټرنټ لري

۷- ايټاليا:

د ايټاليا هېواد د ۶۴ ميلياردرانو په لرلو سره د نړۍ اووم هېواد شوی.

۸- کاناډا:

د کاناډا هېواد بيا ۶۳ ميلياردان لري او د ډېرو ميلياردرانو لرلو په اتمه شمیره کې ځای لري.

۹- تايوان:

د تايوان هېواد ۵۲ ميلياردران لري او د هېوادونو په لېست کې نهم ځای لري.

۱۰- انګلستان:

انګلستان هېواد هم ۵۲ ميلياردران لري او د سږني کال د هېوادونو په لېست کې آخر ځای لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button