هغه هیوادونه وپیژنئ چې تر ټولو ارزان انټرنټ لري
په افغانستان کې ډېری خلک د انټرنټ د لوړو بيو او ټيټ کيفيت نه شکايت کوي
په افغانستان کې هر هغه کس چې انټرنټ ته لاس رسی لري د مياشتې يو جيبي انټرنټ په اوسط ډول په ۲۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي چې يو لوړ قيمت دی، په داسې حال کې چې کيفيت يې هم ټيټ دی او په ډېرو ځايونو کې تر 3G سرعته هم ندی رسيدلی.
په ورته مهال په نورو هېوادونو کې د انټرنټ تيزوالی ښه دی او هم يې نرخونه ټيټ دي.
هغه لس هېوادونه چې د انټرنټ ارزانه خدمتونه وړاندې کوي دلته یې درپیژنو:
۱- اوکراين:
په اوکراين کې مياشتنی نامحدود انټرنټ په ۴٫۷۶ ډالره دی چې د ټولې نړۍ تر ټولو ارزانه بيه ګڼل کيږي.
۲- روسيه:
په روسيه کې د مياشتني نامحدود انټرنټ بيه ۶٫۸۲ ډالره ده چې له اوکراين هيواد وروسته د نړۍ دويم ارزانه انټرنټ دی.
۳- هندوستان:
په هندوستان کې د نامحدود مياشتني انټرنټ بيه بيا ۸٫۶۵ ډالره ده چې د نړۍ دريم ارزان انټرنټ ګڼل کيږي.
۴- رومانيا:
رومانيايي وګړي کولی شي مياشتنی نامحدود انټرنټ يوازې په ۸٫۸۰ ډالره فعال او ګټه ترې پورته کړي چې د نړۍ څلورمه درجه کمبيه انټرنټ بيه ده.
۵- ترکيه:
ترکي وګړي بيا د مياشتني نامحدود انټرنټ کڅوړې لپاره ۹٫۳۸ ډالره ورکوي او ترکيه د نړۍ پنځمه درجه ارزانه انټرنټ خدمتونه وړاندې کوي.
۶- مالديف:
په مالديف کې د يوې مياشتې نامحدوده انټرنټي کڅوړه په ۹٫۸۹ ډالره پيرل کيږي.
۷- ويتنام:
ويتنام له مالديف وروسته ځای لري او په ويتنام کې د يوې مياشتې نامحدود انټرنټ بيه ۱۰٫۸۲ ډالره ده.
۸- مصر:
په مصر کې هم د انټرنټ بيې له ډېرو هيوادونو ټيټې دي او يوه مياشتنۍ نامحدوده انټرنټ کڅوړه په ۱۰٫۹۳ ډالره ترلاسه کیدای شي.
۹- سريلانکا:
په سريلانکا کې بيا د يوې مياشتې نامحدوده انټرنټ کڅوړه په ۱۱٫۱۲ ډالره ده.
۱۰- قزاقستان:
قزاقستان هېواد د ټاپ لسو ارزانه انټرنټ بيو هېوادونو د لست په پای کې ځای لري او يوه مياشت نامحدود انټرنټ په ۱۱٫۶۷ ډالره ترلاسه کيږي.
په افغانستان کې يوازې روشن مخابراتي شرکت نامحدوه انټرنټي مياشتنۍ کڅوړې لري چې بيه يې لوړه او کيفيت يې هم ټيټ دی.
که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت د انټرنټ د کيفیت ښه کېدو او نرخونو ټېتېدو ورکړې خو په عمل که څه نه ښکاري.