هندي رسنۍ: ټرمپ د افغانستان د کانونو د ترلاسه کولو په لټه کې دی

اړوند خبرونه:
ټرمپ پر طالبانو د فشار راوړلو نوي لارې لټوي
هندي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د نایابه کانونو په ترلاسه کولو کې له ناکامۍ وروسته اوس د افغانستان کانونو ته سترګې نیولې دي.
هندي رسنۍ “انډیا” راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ د اوکراین د نایابه کانونو په ترلاسه کولو کې له ناکامۍ وروسته د افغانستان کانونو ته سترګې نیولې او دغه هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره د یوې پلمې په لټه کې دی.
په دې راپور کې راغلي: «ټرمپ اوس افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره د یوې پلمې په لټه کې دی او افغانستان کې د چین زیاتېدونکی نفوذ د دې اقدام لپاره غوره توجیه ګڼل کېږي.»
یادې هندي رسنۍ وضاحت ورکړی چې د ټرمپ وروستۍ خبرې اترې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره نه یوازې د اوکراین د سولې پر مذاکراتو اغېز وکړ بلکې د ټرمپ یو بل هدف یې هم له خنډ سره مخ کړ.
هندي رسنۍ ټینګار کړی چې ټرمپ غوښتل د اوکراین په جګړه کې د امریکا مالي لګښتونه د دې هېواد د معدني زیرمو په ترلاسه کولو سره جبران کړي خو دا هدف لا تر اوسه نه دی ترلاسه شوی، له همدې امله اوس ټرمپ خپل پام افغانستان ته اړولی دی.
انډیا په خپاره شوي مطلب کې ادعا کړې چې امریکا په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان له هغه وخت حکومت سره د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د کانونو تړون لاسلیک کړی و، خو دا تړون په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته لغوه شو.
اوس مهال چینایي شرکتونه د افغانستان په بېلابېلو کانونو کې فعالیت کوي، چې دې کار د امریکا جدي اندېښنې راپارولې دي.