په زړه پورې

هند د نړۍ په کچه ډېر واورین پړانګان لري

په هند کې واورین پړانګان موجود دي چې شمېر یې ۷۱۸ ته رسېږي

د هند د چاپېريال وزارت وايي د لومړي ځل لپاره يوه سروې ښيي چې په دغه هېواد کې ۷۱۸ واورين پړانګان ژوند کوي.

دا په دې معنی ده چې په نړۍ کې د ټولو وارين پړانګانو د نفوس له ۱۰ تر ۱۵ سلنه يې په هند کې دي.

د طبيعت د ساتنې نړيوالې ټولنې (IUCN) واورين پړانګ د يوه زيان منوننکي ځناور په توګه ياد کړی. دا ډله هغه حيوانات دي چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي. د استوګنې د سيمې له منځه وړلو نيولې تر ښکار او د زيربناو تر پراختيا پورې.

first ever survey shows india home to 718 snow leopards
واورین پړانګ

دغه سروې څومره وخت ونیوه

دغه سروې چې په نړۍ کې د واورين پړانګانو د شمېر معلومولو برخه وه له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۱۳ پورې ترسره شوې ده.

په دې سروې کې په هند کې د هماليا غرونو شاوخوا ۱۲۰ زره کيلومتره مربع سيمه ارزول شوې ده.

نور ولولئ: د مرغانو انفلونزا؛ برازیل کې بېړنی حالت اعلان شوی

نور ولولئ: اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري

نور ولولئ: په ناپاک چاپیریال لرونکو هېوادونو کې د افغانستان ۷ مقام

د هند د چاپېريال وزارت وايي، تر وروستيو کلونو پورې په هند کې د واورين پړانګانو د ارزونو نشتوالي له کبله يې شمېر او د ساحې په اړه معلومات نه و.

په دې سروې کې په هند کې د واورين پړانګانو د استوګنځایونو شاوخوا ۷۰ سلنه سيمه چې په کې لداخ، جمو کشمير، هېماچل پردېش، اتراکنډ، سيکېم او اروناچل پردېش شامل دي ارزول شوي.

دا هم ولولئ:  قدم وهل د شکر ناروغۍ په کنټرولولو کې څومره مرسته کوي؟

په نورو هېوادونو کې هم واورین پړانګان موندل کېږي

په سروې کې د کامرو پر مټ ۲۱۴ واروين پړانګان ليدل شوي چې د نورو ترلاسه شويو معلوماتو په مرسته يې په ټول هېواد کې شمېر ۷۱۸ اټکل شوی دی.

First Ever Survey Shows India Home To 718 Snow Leopards

د هند تر څنګ د افغانستان، بوتان، چين، قزاقستان، قرغيزستان، منګوليا، نيپال، پاکستان، روسيه، تاجکستان او ازبکستان په غرونو کې هم واورين پړانګان موندل کېږي.

خو په افغانستان کې بیا د اوږدمهاله جګړو، په دې خاوره کې د ډول ډول کمیاوي وسلو کارول، وچکالي، ښکار او دې ته ورته نور لاملونه ددې سبب شول چې د واورینو پړانګانو تر څنګ نور ځنګلي ژوي او مرغان هم زیان وویني.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button