هوتک د روسي سیال له ماتولو وروسته هېواد ته ستون شو

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د افغانستان د ازادو سیالیو اتل «احمدولي هوتک» خپل روسي سیال ته ماتې ورکولو وروسته هېواد ته ستون شو او د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د هغه ښه راغلاست او هڅونې په موخه ګڼ شمېر هېوادوال ورغلي وو.
احمدولي هوتک تېره (جمعه، د جون ۲۷مه) د سبمېشن په حرکت خپل روسي سیال سیدګاد ژيرکوف ته ماتې ورکړه.
هوتک لوبو ته د ستنېدو له درې کلن ځنډ وروسته په تېره سیالۍ کې خپل روسی سیال مات کړ او دغه سیالۍ د د افغانستان په بلاروس کې ترسره شوه.
احمد ولي هوتګ په خپله فیسبوکپاڼه افغانانو ته ددغه بریا مبارکي ورکړې.
د ازادو سیاليو د «ګلوبل سيريز» د ۹۱م پړاو سيالۍ د بلاروس په پلازمېنه «مینسک» کې پیل شوي، چې احمدولي هوتک په کې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.
د احمدولي هوتک دغه سيالي د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د پرایم هال ورزشي لوبغالي کې تر سره شوه.
باید وویل شي چې سبمېشن حرکت په ازادو سیالیو کې کاريږي او موخه یې دا وي، چې سیال د درد له امله تسلیم شي.
د احمد ولي هوتک روسي سيال تر وړاندې څلور سیالۍ تر سره کړې وې، چې درې یې ګټلي او یوه یې بايللې وه، خو تېره شپه يې خپله دویمه ماتې هم ثبت کړه.
افغان اتل احمدولي هوتک ۱۲ سیالۍ تر سره کړي، چې ۱۱ يې ګټلي دي.